ننګرهار دعلم زانګو،او د جهاد مېنه

لیکوال : ځیــــــــــږ شینواری
فکري او عقیدوي جذبې اړکړم چی قلم راوخلم او پرته له کوم تعصبه لیکنه وکړم، ځکه د خپل منل شوي او مسلم حق غوښتنی غږ پورته کول او د خپل حق نه دفاع کول تعصب او قوم پرستي نه ګڼل کيږي.
د لیکنې موخه د یو شمیر بې انصافه لیکوالانو د لیکنو په اړه ده، هغه چې لیکلي یې دي ((ننګرهاریان غرب پلوه دي، او شینواری د کفر ملاتړي دي نو ځکه د داعش د ظلم ښکار شول).
په تأسف سره چې دغسې لیکوالان تر اوسه هم په دې نه پوهیږې او نه یې دا متل اوریدلی چې په ځنګل کې هر ډول حیوانات ژوند کوي هم زمري او هم ګیدړان، همدغه راز په هر کور او هر قوم او هره سيمه کښی هم ښه او بد وګړي ضرور شتون لري، خو ټول تر یو عنوان لاندی راوستل او په يو ترازو تلل د انصاف څخه لری ده او دا د ننګرهار د ټولو قومونو په تیره بیا د شینورای قوم سپکاوی دی.
باید یادونه وکړم چی د ننګرهار مجاهدې سیمې، او غیورو ننګرهاریانو چې د تاریخ په اوږدو کې کومې سرښندنې ورکړې له هیچا پټې نه دي چې د مُشت نمونه خروار په حیث یې له یو څو یادونه کول اړین بولم.
- دانګریزانو خلاف ستر لوي سپه سالاران صوفي، ولي الله ، نجم الدین اخونذازده (اډی صاحب).
- دهيواد نوميالى عالم غازى اميرمحمد چې په چکنور ملا صاحب مشهوروو دهډي اخونزاده صيب خليفه هم و، د دانګريزانو سره جهاد کې ډيروخت تېرکړى او په مشرقى محاذ کې دسپه سالارصالح محمدخان سره دجهاد ملګرى وو او ورسره صوفى عالم ګل شينوارى دهډې ملاصيب مريدوو په ننګرهار او دکڼړ په غرونه کښ دپیرنګیانو خلاف ستر غزاګانی کړی
- مولوى احمدالدين (دشګى مولوى صيب ) دخيوى ولسوالۍ دشګى کلى اوسيدونکى ديوبند نه فارغ اوهملته ديوبند کې 10 کاله مدرس پاتى شوى دډېرو کتابونو ليکوال وو.
- دسرکاڼو مياصيب چې کامې اوسيدونکى وو دهډې اخونزاده صيب مريد او ميا قمرالدين دبړو مياصيب او ايمل خان مومند دمغلو خلاف يې سترې غزاګانې کړى دى .
- د شوروي اتحاد سرو لښکرو او د دوی د غلامانو یعنې خلقیانو او پرچمیانو په مقابل کښی د ننګرهار ټولو پرتو قومونو په غوڅ اکثریت سره په یوه وحدت سپیڅلی وسله والې مبارزی ته ودانګل چی دا حقیقت ټولې نړۍ ته د لمر په څیر روښانه دی.
- پټه دې نه وې چی د دې پاڅون په سر کښی د اسلام رښتینی خادم ستر دیني عالم او د غلیمانو د توطیو ماتوونکی ستر مجاهد مولوي محمد یونس خالص بابا (رحمه الله) قرار درلود چې د تاریخ په زرینو پاڼو کې به د تل لپاره ځلیږي، چې نه هیریدونکې کارنامې ترسره کړي دي. د افغانستان په مختلفو ولایتونو کښی لکه ننګرهار، قندهار، پکتیا، پکتیکا، او یو شمیر نورو ولایتونو کې یې داسې سترې جهادي جبهی جوړی کړې چی بیلګه یې نه موندل کیده چی له جملی نه یې په ننګرهار کی د توربوړه د مقاومت ستر مرکز نړیوال نوم خپل کړ او هم دغه مرکز ته د نړیوال جهادي غورځنګ (القاعده) سر اعلی قومندان شیخ اسامه بن لادن (رحمه الله) او ورسره د مختلفو هیوادونو مهاجرین او مجاهدین مشران ټول سره په ګډه د روسي تیري په خلاف د ټول افغانستان تر فتحی پوری د محترم بابا (رحمه الله ) د تاوده سنګر ملګري وګرځیدل، بابا د خپلې مبارزې په دوران کې یوه بله ستره هستي هم وروزله چې په مټو یې د دوه سترو ښکیلاکګرو (روس او امریکا) ښکرونه مات شول چې هغه ابو الشهداء مولوي جلال الدین حقانی (حفظه الله) دی. چې هم یې له مرګي ګوزارنو روسان تر پوزې راغلي وو او هم یې د نوم په اخیستلو د امریکایانو لینګي لړزیږي.
- د ننګرهار غیرتي ولس لکه څرنګه یې د روسانو په خلاف د جنګ میدان ته وتلی وو د امریکایی تجاوز په مقابل کې یې هم خپل سنګر تود وساته چې که ووایو چې د ټولو ولایتونو په پرتله یې لومړی مقام ګټلی دی مبالغه به مو نه وي کړي، او د جهادي رهبرانو څخه لومړی رهبر و چې د امریکا پر ضد یې لومړی د جهاد کفر لړزوونکی آواز پورته کړ، چې په اساس کې د ننګرهار زیاتره مخلصو مجاهدینو جهاد ته ودانګل.
- په ننګرهار کښی ټولو میشتو قومونو په ګډه او همغګۍ د موجوده اشغال په مقابل کښی د قربانیو په کاروان کښی په سلګونو شهیدان ورکړل، په سلګونو کونډی او په زرګونو یتیمان او اسیران یې ورکړل، نو آیا دا د ننګرهاریانو د غربي پلوتوب ښکارندوی دی او که د جهاد او مبارزې څرګندونه کوي؟.
- د ننګرهار په مختلفو سیمو کښی ننګرهاريانو د اشغالګرو لویې قرارګاوی او بیسونه د خپلو سپيڅلو فدايانو، مجاهدینو، او غازیانو د قربانیو په مټو در سختو بریدونو لاندې ونیوې ځینې یې فتحه کړې او د ننګرهار ٪۶۰سلنه سیمی یې د اشغال له منګولو خلاصی کړې، په دی روستیو کښی د حصارک ولسوالی په مکمل ډول فتح کول د ننګرهاري مجاهدینو له سترو ویاړونو څخه دی.
- د ننګرهار غیرتي ولس پر ځانی جهاد سربیره په مالي جهاد کښی هم د ټول افغانستان په کچه زیاته ونډه اخسیتی، په عشر او زکات برسیره د خوګياڼیو او شینوارو د شوکاڼی له کانونو څخه اسلامي امارت ته په کال کښی میلینونه پیسې مالي عوائد تر لاسه کیدل د یادولو وړ دي.
- لکه څنګه چې د افغانستان اسلامی امارت په تشکیلاتو کې د ټولو ولایتونو څخه مخلص او د استعداد وړ مسوؤلین ګمارل شوی، چی له جملې څخه یې د ننګرهار ولایت غښتلي کسان د افغانستان د اسلامی امارت په رهبري شوری کښی ځای پر ځای شوی، او په سیاسی او نظامی ډګرونو کې هم د پام وړ پراخه ونډه لري.
په پای کښی راځم د له حالاتو نا خبره بعض لیکوالان دویم انتقاد ته او هغه داچی (د ننګرهار شینواري قوم د کفر ملاتړي دي ځکه د داعش د ظلم ښکار شول).
دې ښاغلي ته یو ځل بیا دا خبره تکراروم چی د یو څو ګوتو په شمیر کسانو په کړې ګناه د ټول قوم سپکاوی کول سم اخلاق نه دي، د شینوارو یو څو ملکانو د حکومت سره ملا وتړله نو د (لاتزر وازرة وزری اخری ) په مصداق له منطقه لرې ده چې د هغوی د جرم په ارتکاب ټول قوم تورن کړای شي، دا ډول قضیې په هر قوم کښی وجود لري چې د ټول قوم استازیتوب نشي کولای. د شینوارو قوم ، خپل پلرني موقف له لاسه ندی ورکړي او نه به یې ورکړي، شینواري قوم د خپلو پلرونو تورې ته لاس کړی، او د سور مخو امریکایانو ککرې ئی د ګولۍ هدف ګرځولي دي.
د داعش راتګ نه واړندی د شینوارو د شپږو ولسوالیو له جملی نه د شینوارو مجاهدینو د خپل ولس په همکارۍ د خپلو مټو په قوت د څلور ولسوالیو اکثره برخې فتحه کړې حکومت ته یواځې او یواځې د ودانۍ پاتی شوې وې، چی لاسپوڅي حکومت مجبور شو چې د مخامخ جګړې پر ځای د امریکا د هوایی بمباريو نه کار واخلي چې په سلګونو بې ګناه ښځې او ماشومان یې په شهادت ورسول، همدا راز د شپینو چاپو او علمیاتو په نتیجه کې ګڼ مجاهدین شهیدانول له هیچا پټ نه دي .
نو تاسی اوس قضاوت وکړي چې آیا شینواري هغه خلک دي چې غربیانو ته ئی خدمت کړی که غربیان ئی بمباروي او وژني؟
آیا له همدی کبله به شینواري د داعش راتګ لامل ګرځیدلي وي؟
چې په تعقیب یې د داعشیانو په اور کې هم وسوځیدلو عجیبه منطق دی! چې يو څوک دې چاته د راتګ زمینه هم برابره کړی او بیا دې د همغوي په واسطه ځپل کیږي هم؟!! د دې مثال خو مونږ او تاسی ته د لمر په څیر روښانه دی، ژوندۍ بیلګه یې د شمالی ټلوالی لخوا امریکایانو ته د راتګ زمینه سازی وه آیا امریکایانو شمالي ټلواله وځپله او که د اکثر افغانستان واک ئی په لاس کښی ورکړ؟ او په لوړو دندو ئی وګمارل؟
رابه شو په شینوارو کې د داعش شتون چې څنګه شینوارو کښی مینځ ته راغلل؟ دا ډیر تفصیل غواړی خو په لنډه توګه باید یادونه وکړم چی داعشیانو په اول کښی د شینوارو په سیمو کښی خلکو ته ځانونه د تحریک طالبان پاکستان تنظیم غړی څرګندول او د مهاجرت ژوند ئی کاوه او دا ادعا ئی هم کوله چی مونږ به د افغانستان اسلامي امارت د قانون تر سیوري لاندی خپل ژوند تیروو، خو په حقیقت کښی د دوی دا دعوه باطله وه په ننګرهار کښی اکثر اختطافونه دوی کول څو ځل د امارت مجاهدینو همدا اختطاف ګر د شینوارو په مختلفو ساحو کښی ونیول چی بالاخره د شینوارو، سپین غر ولسوالی، مامند دره کښی له دوی سره اخ و ډب مینځ ته راغی او د مامند دري څخه د امارت مجاهدینو هغوی وشړل او کډي ئی ور بار کړی چی له دی وروسته یې په ده بالا، کوټ او اچین ولسوالیو کښي خپل ځانونه اعلان کړل د اول ځل لپاره ئی د سپین غر ولسوالۍ په مامندره برید وکړ او مامند دره ئی ونیوله چې له کبله یې څو تنه مجاهدین شهیدان اوڅه زخمیان شول خو د ولس سره ئی په اول کښی ډیر کار نه درلود.
د دویم ځل لپاره یې د مامند درې د بیا نیولو لپاره د مامند دری ولس سره خبره وکړه او په مقابل کښی ئی مجاهدینو د ولس په همکارۍ داعش ته لوی ګوزار ورکړ تر دی چی د ولس ماشومانو د امارت د سپین بیرغ د نه درلودلو په ځای پلاسټیکي لفافې په لرګیو کښی ټومبلې وې او د الله اکبر نعرې ئې وهلې، چی په يوه ورځ کښی سلګونه داعشیان زخمیان او ووژل شول او ټوله سیمه ئی له داعش څخه خالی کړه خو تر دې دمه اسلامي امارت د داعش خلاف فتوا نه وه صادره کړې په دې وخت کښې داعش ده بالا اوکوټ کښی لا هم فعال و.
وروسته چی کله امارت د دوی خلاف دریځ روښانه کړ نو د دویم ځل لپاره داعش په ډیر لوی قوت په ګڼ تعداد د مامند درې د عام ولس په کورنو توغوندي وتوغول او برید ئی وکړ، قتل عام ئی پیل کړ څوک ئی حلالول اوڅوک ئی اور ته اچول ماشومان زنانه سپین ګیري د کورنو څخه وتل په سلګونو کورنه ئی وسيزل او د خپل وطن څخه ئی جلا وطن کړل په ګڼ تعداد ولسی خلک یې اسیران کړل او ځينی سپین ګیری ئی په بمونو کینول چی ویډیو ئی د داعشیانو لخوا خپره هم شوه او ورته وویل شول چی تاسی ولې د داعش په خلاف امارت سره ولاړ وئ.
د داعش په پروژه کښی د شينوارو څخه نه د امارت اسلامی کوم ولسوال نه دلګی مشر شریک شوی او نه کوم ملک او یا کوم بل مشر، د دې لوی ظلم د پروژې مقابلي ته د شینوارو او خوګیانيو قومونو په شریکه سره اوګه ورګړه اوهمدا ځایونه ئی د دوی هدیري وګرځولې، که چیرته د ننګرهار قومونو دفاع نه وای کړی نو نن به د ننګرهار په څیر نور ولایتونه هم د دوی په اور سوځیدلی وای.
خپله لیکنه د عبد الرحمن بابا پدی شعر پای ته رسوم .
څوک به ښه او څوک به بد راپسي وائی
زه رحمن په درنو دروند په سپکو سپک یم



