بیت المقدس کې اسرایلي پوځ وحشت پیل کړی

بیت المقدس کې اسرایلي پوځ وحشت پیل کړی
د راپورونو به اساس اسرائیلي ځواکونو په بیت المقدس کې د اقصا جومات ته پر تلونکو لارو امنیتي تدابیر زیات کړي، فلسطینیان دا کار د محاصرې په معنا بولي.
د سختو امنیتي تدابیرو له کبله د فلسطینیانو غصه راپاریدلې او اسرایلي عسکرو ته په تش لاس ګواښونه کوي.
تازه راپورونه وایي چې پرون له اسرائیلي عسکرو سره په شخړو کې دوه فلسطینیان وژل شوی دي
بلخوا ټاکل شوې ده چې سبا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مصر، فرانسې، او سویدن له غوښتنې وروسته په بیت المقدس کې د روان تاوتریخوالي د بندیدو په هدف د تړلو دروازو ترشاه غونډه وکړي.
دا ترینګلي حالات هغه مهال پیل شول کله چې تیره اونۍ دریو فلسطینیانو دوه اسرایلي عسکر په چړو ووژل، چې په ځواب کې اسرایلي عسکرو بریدګر د اقصا مسجد دننه په ډزو ووژل او په جومات کې یې د جمعې لمونځ په کولو بندیز ولګاوو، چې له دریو ورځو وروسته د اقصا دروازې د خلکو پرمخ بیرته پرانستل شوې.
د یادونې وړ ده چې د تیرې جمعې لمانځه کې هم اسرایلي عسکرو د لاریون له ویرې تر ۵۰ کلنۍ ښکته لمونځ کونکو ته اجازه ورنکړه
امریکا د اسرایلو لخوا د فلسطیني ولس پرضد وروستی اقدام ستایلی دی.



