غور: د شهرک ولسوالۍ ۲۰۰۰ کورنو د طالبانو په حمایت اتحاد وکړ:

غور: د شهرک ولسوالۍ ۲۰۰۰ کورنو د طالبانو په حمایت اتحاد وکړ:
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې تیره ورځ د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ ۲۰۰۰ کورنیو له دوی څخه هر اړخیز حمایت اعلان کړی دی.
مجاهد وایي (د غور ولایت دشهرک ولسوالۍ د ۳ لویو کلیو ( قریه کمنج، قریه سلاح او قریه دره قوک) ولسي خلکو د اسلامي امارت په حمایت د جهاد عملي صف ته راودانګل)
یادې کورنۍ د حاجي محسن لخوا چې پخوانی جهادي قوماندان دی د طالبانو لیکو ته هڅول شوي دي .
مجاهد وایي یادو کسانو د دوی ځواکونو ته ۱۰۰۰ میله کلاشینکوف ، ۳۰ میله پیکا ماشندار، ۱۵ قبضې راکټ لانچر، له خورا زیاتو مهماتو او جهادي وسائلو سره په اختیار کې ورکړل، او د ټولو ۲۰۰۰ کورونو نماینده ګانو له طالبانو سره دهر از همکاریو ژمنه وکړه.
دولتي چارواکو تر دې دمګړۍ پورې په دې هکله څه ندي ویلي
دا پداسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې خپلو جګړو ته زور ورکړی او نن یې د دې ولایت د تیوره ولسوالۍ هم ونیوله، له طالبانو څخه د سیمیزو خلکو حمایت داسې مهال رسنیز کیږي چې طالبانو له حکومتي ځواکونو څخه په دې وروستیو کې ګڼې سیمې ونیولې او څلورو مهمو ولسوالیو (پشتکوه، ګذرګاه نور، کوهستان تیوره) ته یې سقوط ورکړ.



