د ارزګان ښوونکي وايي، دولت يې د څلورو مياشتو تنخوا نه ده ورکړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱)

د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې د يو شمير ښوونځيو ښوونکي وايي، چې دولت يې له تېرو څلورو مياشتو تنخواګانې نه دي ورکړي.

د ښوونکو په وينا، په دې وروستيو کې د جګړو له کبله ډیری ښوونځي ويجاړ شوي، میزونه او ودانۍ يې خرابې شوي او په خبره يې چې له تېرو څو مياشتو راهيسې تنخواګانې نه دي ورکول شوي.

دغو ښوونکو له دولته ښوغتنه وکړه، چې د ښوونځيو ته د ضرورت وړ توکي پوره کړي او د دوی معاشات دې نور نه ځنډوي.

يو تن ښوونکي دولت رسنيو ته وويل، چې د دولت د نه پاملرنې له امله د پخوا په پرتله د زده کوونکو شمير کم شوی دی.

په ورته وخت کې د پوهنې وزارت وياند دغه ستونزې مني او وايي، چې د دا ډول ستونزو لامل نا امني، بانکي سیستمونه او د لارو خرابوالی دی، هغه زياته کړه چې د ټولو ښوونکو په معاشاتو کې ستونزه نشته يواځې هغه ښوونکي له دې ستونزې سره مخ دي چې نوي په دندو ګمارل شوي دي.

هغه وايي، په راتلونکو درې ورځو کې به د دوی ستونزه هم حل شي.

بايد وویل شي، هغه سيمې چې په دغه ولايت کې د طالبانو تر حاکميت لاندې دي په ټولو سيمو کې يې ښوونځي پرانيستل شوي او وخت ناوخت ترې د طالبانو له لوري د تعليم او تربيې په نوم د جوړ شوي کمېسيون هيئاتان څارنه کوي او هغوی سره د استادانو او شاګردانو د حاضرۍ په برخه کې مرسته کوي.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button