د قيام الليل (تهجد) سنتونه

محب الله ذاکر

۱: د شپې لمانځه غوره عدد يولس يا ديارلس ركعته (د وترو سره) دی.

په حديث شريف كښې راځي چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم به دشپې يوولس ركعته لمونځ كولو. او په بل روايت كـښې راځي چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم  به دشپې ديارلس ركعته لمونځ كولو. (البخاري)

۲: د تهجدو لپاره تر ويښيدو وروسته مسواك استعمالول

۳: د لمونځ پيل له دوه خفيفو ركعتونو څخه كول

تر څو انسان له دې وروسته اوږد لمونځ ته تيار سي، رسول الله صلى الله عليه وسلم  فرمايي: «ستاسې څخه چې څوك د شپې لمانځه ته دريږي نو شروع دې له دوه خفيفو ركعتونو څخه وكړي». (مسلم)

۴: د تهجد افتتاح له لاندې مسنونې دعا كول

۞ اللَّهُمَّ رَبَّ جَبْرَائِيلَ وَمِيكَائِيلَ وَإِسْرَافِيلَ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ عَالِمَ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ أَنْتَ تَحْكُمُ بَيْنَ عِبَادِكَ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ اهْدِنِي لِمَا اخْتُلِفَ فِيهِ مِنْ الْحَقِّ بِإِذْنِكَ إِنَّكَ تَهْدِي مَنْ تَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ. (مسلم)

ژباړه: اى الله جل جلاله ! د جبرائيل او ميكائيل او د اسرافيل پروردګاره !د ځمكې او آسمانونو پيداكوونكيه! له ښكاره او پټو څخه خبره! ته د خپلو بندګانو ترمنځ په هغه څه كښې فيصله كونكى يې چې په څه كښې هغوى اختلاف كولو، ما ته ددې اختلاف څخه په خپل امر سره د هغه څه په طرف هدايت وكړه چې حق وي، ته چې چاته وغواړې نېغې لارې ته يې هدايت كوې.

۵: د شپې لمونځ (تهجد) اوږد كول

د رسول كريم صلى الله عليه وسلم  څخه پوښتنه وسوه چې كوم لمونځ غوره دى؟ نو هغه  صلى الله عليه وسلم  و فرمايل: «په كوم كې چې قيام اوږده وكړل سي». (مسلم)

د تهجد لمانځه ته د پاڅېدو لپاره مرستندويه اسباب:

  • د شپې پروخت ويده كيدل.
  • د غرمې په وخت ويده كيدل (قيلوله كول).
  • له ګناهونو څخه ځان ساتل.
  • د نفساني خواهشاتو مقابله كول.

ماخذ: علیکم بسنتي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button