يو افغان د اوبو رايستلو کم مصرفه ماشين (ماهی) جوړ کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱)

د افغانستان په وردګو ولايت کې يو افغان له څاګانو د اوبو راويستلو بې مصرفه او په ډېر ښه کيفيت د اوبو راويستلو ماشين (آب بازک) جوړ کړی دی.

دغه افغان د ياد ولايت د چک ولسوالۍ د مومدو د کلي اوسېدونکی مجیب الرحمن شريف نومېږي او وايي چې په لومړي ځل يې داسې ماهی جوړ کړی، چې د نورو ماهيو په پرتله ډېر ګټور او زياتې ښيګڼې هم لري.

د فسبوک يو تن فعال او د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي ويلي، چې د شريف نوی جوړ کړی ماهي په ۱۵۰ واټه سولري (شمسي) باندې چلېږي او په وينا يې چې د ۳۰ مترو په اندازه کې له ژورې څاه د يو انچ په اندازه پخې اوبه راويستلی شي.

نوموړی زياتوي، چې دا ماهی هيڅ خرابي نه لري او که خراب هم شي په ډېر کم مصرف بيرته په خپل کور کې جوړېدلی شي.

اختراع کوونکي د دغه ماهي قيمت يواځې ۳۰۰۰ افغانۍ ټاکلی دی.

د هغه په خبره، چې دا ماهی بل هيڅ شي ته لکه بطرۍ، مولد، کنترولر ته ضرورت نه لري او د خرابېدو په صورت کې بيرته په مفت رغول کېږي.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button