سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

د شیطان پېژند ګلوي – اوومه برخه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 23, 2017
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
19
ځلې شریک شوی
238
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

لیکوال : دکتور کفایت الله  وردګ

یادګېرنه :  په تېرو برخو کې د شیطان د خلقت په اړه او پدې اړه بحث شوی وو چې شیطان د انسان ازلي دښمن دی او هېڅکله په هېڅ صورت کې د ا نسان دوست  او خیر خواه نشي کېدلی اوس به په شلو صورتونو  کې دا خبره ښکاره کړو چې شیطان له انسان سره دښمني څنګه کوي؟

د شیطان د دښمني صورتونه

لمړی صورت

د شیطان د دښمني لپاره همدا بس ده چې ده خپله قسم کړی دی چې دی به انسان ته په سمه لاره کې کيني او هغه ته به له هرې خوا نه  ورځي ترڅو هغه له سمې لارې نه بلې خو اته وګرځوي او ده په خپله دا عزم کړی دی او الله جل جلاله  ته یې ویلي دي چې ډیر کم کسان به داسې پیدا شي چې د الله جل جلاله  د نعمتونو شکر وباسي  الله جل جلاله  یې هغه واقعه مونږ ته را نقل کوي چې ده ویل : قَالَ فَبِمَا أَغْوَيْتَنِي لَأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِيمَ  16  ثُمَّ لَآَتِيَنَّهُمْ مِنْ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمَانِهِمْ وَعَنْ شَمَائِلِهِمْ وَلَا تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَاكِرِينَ  17. سورة الاعراف

ترجمه : وويل (ابليس) نو قسم دى په ګمراه کولو ستا ما لره (په سبب د آدم)چې خامخا به کينم زه دوى ته (يعنى انسانانو ته د ښويولو ﻻمله (له وجى) په ﻻره ستا(اسلام) کې چې سمه صافه ده . بيا خامخا راځم زه دوى ته (په هر وخت) له وړاندې د دوى او له وروسته د دوى او له ښيو (طرفو) د دوى او له کيڼو (طرفو) د دوى او نه به مومې ته اکثر د دوى شکر ايستونکي(مؤمنان).

نو چې مونږ اوس ګورو د ډېرو خلکو همدا حال دی چې شیطان له حق نه بلې خوا ته  نه یوازې اړولي دي بلکه د هغه باطلې لیارې لپاره یې داعیان جوړ کړي دی او نور خلک هغه غلطې لارې ته ورغواړي .

دوهم صورت

ددې لپاره چې یو انسان د شیطان دښمني و پېژني دا هم بس ده چې هغه زمونږ پلار او مور حضرت آدم او حواء علیهما السلام  ته  هر ډول چل او مکر جوړ کړو او هغوی ته یې پداسې حالت کې په درواغو قسم وکولو چې دوی  ددې تصور هم نشوای کولی چې د الله جل جلاله  په نوم به هم څوک د درواغو قسم کوي  تردې پورې چې حضرت آدم او حواء علیهما السلام  یې دوکه کړل او له جنت نه یې را ښکته کړل الله جل جلاله  هغه واقعه مونږ ته نقل کوي او فرمايي :  سورة الاعراف  آیة ۱۹ نه تر ۲۲ پورې

ترجمه : او (وویل الله جل جلاله ) اې آدمه اوسه ته او (اوسي دې) ښځه ستا (حوا) په جنت کې نو خورئ تاسې دواړه له هر ځایه (اوهرشي ځنې) چې خوښه مو وشي او مه نژدې کیږئ تاسې دواړه دې ونې ته (په قصد د خوراک او که له دې جنسه وخورئ) نو شئ به تاسې دواړه له ظالمانو (په خپلو ځانونو) نو وسوسه واچوله دوی دواړو ته شیطان د پاره د دې چې ښکاره کړي دوی دواړو ته هغه چې پټ کړل شوي دي له دې دواړو ځنې له غلیظه وو عورتونو د دوی او وویل (ابلیس دوی ته) نه یئ منع کړي تاسې رب ستاسې له (خوراک) د دې ونې ځنې مګر له دې جهته چې نه شئ تاسې د واړه پرښتې (په مرتبه یا په ښائست یا په بې پروائي له خوراکه) یا چې نشئ تاسې له تل پاتې کېدونکو (په جنت کې) او سخت قسم یې وکړ دوی ته (په نامه د الله جل جلاله ) چې بېشکه زه تاسې دواړو ته خامخا له (دوستانو) نصیحت کوونکو څخه یم پس را کوز کړل (ابلیس) دوی دواړه (له عالي مرتبې  نه ښکته مرتبې ته او مائل يې کړل خوراک ته له هغې ونې ) په فریب (او په وسوسه په دې دروغ قسم سره) نو کله چې و څکله دغو (دواړو میوه د دغې ممنوعې ) ونې نښلولې دوی پر عورتونو خپلو له پاڼو (د ونو) د جنت څخه (چې پټ کړي ځان خپل) او غږ وکړ دوی ته رب د دوی (داسې) چې آیا ما نه وئ منع کړي تاسې له (خوراکه د) دغې  ونې څخه ا و (نه وو) ویلي ما تاسې ته (چې پام وکړئ پوه شئ) چې بېشکه شیطان تاسې دواړو ته دښمن دی ښکاره  (بلکه منع کړی مو وئ او ویلي مو وو تاسې ته!) .

دریم صورت

شیطان انسان ته کفر ښايسته کوي  ورته وايی په کفر کې ښه ژوند دی ، ښه تنخوا ده پکې ، د ژوند سهولتونه دي ، کفر د امن مذهب دي ، په اسلام کې تکلیفونه دي او داسې  نور دا ټولې خبرې انسان ته شيطان د خپلې دښمني پاللو په سلسله کې کوي او کله چې انسان کفر خوښ کړي بیا شیطان ورسره هېڅ هم نشي کولی او په نتیجه کې یې یوازې او یوازې هلاکت وی  الله جل جلاله   مونږ د شیطان لدې فریب نه خبروي او فرمايي :  سورة الحشر آیة ۱۶   او  ۱۷

ترجمه : (مثال د منافقانو په مخالفت د وعدې کې) لکه مثل (قصه) د شیطان داسې ده کله چې وائي انسان ته چې کافر شه نو کله چې (انسان) کافر شي وائي (شیطان) زه بېزاره جلا یم له تا څخه بېشکه زه وېرېږم له الله جل جلاله  چې رب د ټولو عالمیانو دی پس دی عاقبت انجام د دواړو (ګمراه کوونکي او ګمراه شوي) داسې چې بېشکه هغوی دواړه به وي په اور (د دوزخ) کې تل به اوسیږي دوی (دواړه) په هغه (اور د دوزخ) کې او هم دا (خلود د اور د دوزخ جزاء د ظالمانو (کافرانو) ده .

په اوس وخت کې په لکونو داسې خلک دي چې د ښه ژوندون په لټه کې له ایمان څخه خلاصیږي او په لکونو داسې دي چې د ښه ژوند په لټه کې په ګناهونو آخته کیږي  دا خلک دا هرڅه پخپله نه کوي بلکه دا هرڅه ورته شیطان ښاېسته کړي دي او هغه دوی ته  خیرخواه نه دی بلکه له دوی سره خپله دښمني پالي .

څلورم صورت

د شیطان د دښمني څلورم صورت دادی چې هغه کسان چې له انسانانو څخه دده متابعت وکوي د قیامت په ورځ به هغوی ته داسې خبرې کوي چې دا متابعت کوونکي له خپله ځانه و شرمیږی او هغوی ته به خجالت ورکوي او ورته وايي به چې تاسې په ما ولې ملامتي کوئ ما خو صرف تاسې یو غلط کار ته را وغوښتلئ تاسې زما خبره ومنله  نه به مو منله  الله جل جلاله  د هغه وخت حالت مونږ ته مخکې له واقع کېدلو څخه واضح کوي فرمايي : سورة ابراهیم ایة ۲۲

ترجمه : او وبه وايي شیطان کله چې فیصله شي امر (د حساب په قیامت کې) بېشکه چې الله جل جلاله  وعده کړې وه له تاسې سره (په دنیا کې) وعده د حق (چې بیا را پورته کېدل دي ، دوزخ دی او نعمتونه دي) او وعده کړې وه ما له تاسې سره بیا نو خلاف مې وکړ له تاسې سره (په وعده کې لکه چې اوس در ښکاره شو) ، او نه وو  ماته پر تاسې هېڅ حکومت ( او غلبه) مګر دا قدر چې وبللئ ما تاسې (ګمراهي ته) نو قبول کړو تاسې (په تشو غولولو سره) دعوت زما ، نو مه ملامتوئ تاسو ما او ملامت کړئ نفسونه (ځانونه) خپل نه یم زه اوس فریاد رس (له عذابه خلاصوونکی) ستاسې او نه یئ تاسې فریاد رس (له عذابه خلاصوونکي) زما ، بېشکه زه کافر (منکر بېزاره یم) له هغه اشراکه د تاسې ما لره (له الله جل جلاله  سره په طاعت کې) پخوا (له دې نه په دنیا کې) ،  (نو فرمائي الله جل جلاله ) بېشکه چې ظالمان شته دوی ته عذاب ډېر دردناک .

معنی دا چې شیطان به  د قیامت په ورځ ا نسان ته وایي چې زما خبره به د نه منله څه زور خو می نه وو درباندې کړی ما خو صرف دې لارې ته را وغوښتې تا ومنله اوس د چې عاقبت خراب شو اوس ما مه ملاتوه  خپل ځان د ملامت کړه .

پنځم صورت

دا پداسې توګه انسان ته راځي چې انسان یې په راتلو باندې نه پوهيږی او له ذکر  او عبادت نه یې مصروف  کوي  او له هغه شي نه یې مصروف  کوي  چې ده ته په آخرت کې په ښه ورځي او هغه ورڅخه هېر کړي او پداسې توګه یې په عبثیاتو کې آخته کړي چې د انسان بالکل دېته فکر نه کيږي چې دا زما فکر شیطان واړولو الله جل جلاله  فرمايي : وَإِمَّا يُنْسِيَنَّكَ الشَّيْطَانُ فَلَا تَقْعُدْ بَعْدَ الذِّكْرَى مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ (۶۸) سورة الانعام

ترجمه :  او که هېر کړ له تا نه (دا اعراض او څنګ کول) شیطان نو مه کښېنه  وروسته له یادېدلو (د دې منعې) سره له قوم ظالمانو.

تاسې پام کړی دی کله  شیطان په ناګهانه ډول په مجلس کې د چا نوم را یاد کړي او بیا حاضرین شروع شي د هغه سړي عزت پایمال کوي ، غیبت یې کوي او خبرې ورپسې کوي چې دا ټول ګناه ده او هېڅوک دا پام نه کوم چې دا کس ولې  او څنګه یاد کړل شو؟  دا شیطان له حاضرو خلکو  سره خپله دښمني پالي او دوی یې د نېکو خبرو او د الله  تعالی له ذکر نه د ګناه او غیبت په خبرو مصروف کړل .

شپږم صورت

د شیطان د دښمني بل صورت دادی چې هغه ځینې انسانان په خپله یوه طائفه سره مس کوي بیا د انسان زړه داسې ړوند شي چې هېڅ حق ورته نه ښکاره کیږي ، او هېڅ سمه لاره ورته نه ښکاره کیږي او له هر ډول حق نه بیا ړوند شي الله جل جلاله  د مونږ وساتي د اکثرو خلکو اوس دا حال دی چې حق ويني نو نه یې طرفداري کوي او نه ورته حق ښکاره کیږي او چېرته چې باطل ویني نو ده ته هغه ددې قابل ښکاره کیږی چې متابعت يې وکوي او مرسته یې وکوي  دا ددې امله چې شيطان د دوی زړونه داسې مسخر کړي وي چې حق ورته حق نه ښکاره کیږي .

په اوس وخت کې څومره خلک داسې دي چې حق ویني خو حق ورته حق نه ښکاره کیږي او ددې وخت هم ورسره نشته چې پدې اړه فکر وکوي چې حق څوک  او باطل څوک ؟  او شیطان دې انسانانو ته ددې اجازه هم نه ورکوي چې فکر وکوي  ترڅو حق و پېژني .

اوم صورت

د شیطان د دښمني بل صورت دادی چې کله هغه په انسان کومه ګناه کوي هغه ورته ګناه نه ښکاره کوي بلکه هغه ورته داسې ښائسته کړي چې بالکل ورته څه غلط کار نه ښکاره کیږی نو پدې سلسله کې انسان د عبادت ، ذکر او سمې لارې څخه په فریب باندې بې لارې کړي او په هغه ګناه کې يې آخته کړي چې ده ته یې په نظر کې ور ښائسته کړې وي الله جل جلاله  په قرآن کریم کې د حضرت سلیمان علیه السلام  په واقعه  کې د هُد هُد قول را نقل کوي چې هغه ویل : وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِيلِ فَهُمْ لَا يَهْتَدُونَ (۲۴) . سورة النمل

ترجمه :  او ښاېسته کړي دي دوی ته شیطان عملونه د دوی پس منع کړې دي (شیطان) دوی له سمې  صافې لارې پس  دوی نه مومي سمه صافه لیاره .

په اوس وخت کې څومره خلکو ته ګناه ښايسته شوې ده،  څومره خلک د ګناه په لور روان دي او هغه ورته یو نېک کار ښکاره کیږي ،  څومره خلک دي چې  د ګناه په صف کې وي او همدا کار ورته د فخر قابل ښکاره کیږي  …. بس څه ووایو  خو وبه وایو چې  اعوذ با لله من الشیطان الرجیم …. نور بیا آتم صورت  ان شاء الله

مخکینې مطلب

مجاهد: پر طالبانو د ملکيانو د يرغمل کولو ادعا حقيقت نه لري

بل مطلب

ګډوځواکونو په ننګرهار او وردګو کې په ملکي خلکو درنې بمبارۍ کړې :

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com