د فرعون د لور خادمه – کیسه او ګټې یې

عبدالبصیر حامد

له عبدالله بن عباس رضی الله عنهما نه روایت دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

د معراج په شپه مې یوه سپېڅلې خوشبویي محسوس کړه، نو جبرائیل علیه السلام نه مې پوښتنه وکړه؛ دا دومره ښایسته او پاکه خوشبویي د څه شي ده؟ وې ویل: دا خوشبویي په حقیقت کې د فرعون د لور خادمې او د هغې د اولاد خوشبویي ده؛ هغه خادمې یې چې سر ورګمونزولو. مال هغه څرنګه؟ جبرائیل وویل: یوه ورځ خادمې د فرعون لور سر ګمونځولو، نو ناڅاپه یې له لاسه ګومنځ ولوېدله، او “بسم الله” یې ووېله، ګواکې الله یې یاد که.

د فرعون لور ورته کړه؛ ایا زما پلار دې مراد دی؟!

وېل: نا؛ بلکې هغه الله چې زما هم، ستا هم او ستا د پلار هم رب دی!

د فرعون لور ورته وویل: ایا زما له پلاره پرته دې بل رب هم شته؟!

ویل: هو.

هغې ورته کړه؛ زه به دا ټوله کیسه خپل پلار ته کومه!؟

ول: سمه ده، لاړه شه ورته ووایه.

د فرعون لور دغه کیسه ټوله خپل پلار ته وکړه. فرعون هغۀ (خادمه) راوغوښتله او ترې وې پوښتل: وه فلانکۍ! ایا زما پرته دې هم بل خدای شته؟!

وېل: هو؛ زما او ستا رب الله دی.

فرعون غوا ته ورته له پیتلو جوړ لوښي د راوړلو حکم وکړ، چې رایې وړ، نو له اوبو نه یې ډک او ښې یې په کې ګرمې کړې. نو د دغې خادمې یې یو یو زوی په وار وار  کې اچاوو

په دغه مهال خادمې وویل: یو ارمان لرمه؟!

فرعون ورته کړه څه ارمان لرې؟

ویل: دا مې ارمان دی، چې زما او د بچو هډوکي په یوه جامه کې یو ځای خښ کړل شي!؟

فرعون ورته کړه: سمه ده. دغه ارمان خو به دې پوره کړای شي.

نو زامن یې وار په وار هغه لوښي کې اچول کېدل، کله چې د پیو ماشوم وار راغی، نو مور یې لږ په شا سوله، ماشوم سمدستي غو پرې وکړ؛ ول مور جانې! ما هم کې واچوه، ځکه چې د دنیا عذاب د اخرت له عذابه ډېر سپک ده.

(اخرجه احمد ۳/۳۰۹ و الطبراني في الکبیر ۱۲۲۷۹ و ابن حبان ۲۸۹۲).

د پورتني حدیث ګټې:

له پورتنۍ کیسې نه موږ ته لاندې ګټې راڅرګندې شوې؛

  1. د فتنو په زمانه کې صبر او استقامت کول په کار دي.
  2. څوک چې په خپل دین کلک ولاړ وي او د الله په مقابل کې له بل هیجا څخه ویره نه لري، نو الله جل جلاله دغه کس ته اجر عظیم ورکوي. لکه څرنګه چې په قران کې الله فرمایي: اِنَّما یُوَفَّی الصّٰبِرُونَ أجْرَهُم بِغَیرِ حِسَابٍ. (سورة الزمر: ۱۰)

ترجمه: صبر کوونکو ته به خپل بې حسابه اجر ورکړای شي.

  1. له ظالم او سرکشه انسان نه داسې غوښتنه روا ده، چې خپله ګټه دې په کې وي ،لکه په پورتنۍ کیسه کې چې مېرمن له فرعون نه د ځان او بچو د هډوکو یو ځای خښولو غوښتنه کړې وه.
  2. الله جل جلاله خپلو بندګانو ته له مشکلاتو نه خامخا خلاصون ورکوي.
  3. د نېکو خلکو کرامت ورنه مالوم شو.
  4. کوم کار چې خارق العادت وي، هغه هم کرامت پورې اړه لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button