څوارلس ولايتونو کې سختې جګړې روانې دي
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې وسله والو مخالفينو په دې وروستيو کې خپلو حملو او بريدونو ته زور ورکړی او د هېواد په څوارلس ولايتونو کې له دولتي ځواکونو سره په سختو جګړو بوخت دي.
نوموړی په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې وسله والو طالبانو په تېرو دوه اوونيو کې په بېلابېلو ولايتونو کې څلور ولسوالۍ ونيولې او ځينې نورې ولسوالۍ د جدي امنيتي ګواښونو لاندې دي.

وړمه شوه وسله والو طالبانو د فارياب کوهستان ولسوالۍ او د غور په تيوره ولسوالۍ بريدونه وکړل، چې له څو ساعته جګړې وروسته يې دغه ولسوالۍ ونيولې او دولتي ځواکونو ته يې پکې مرګ ژوبله واړوله.

تر دې څو ورځې مخکې طالبانو د بغلان د ګذرګانور ولسوالۍ او د فراه پشت کوه ولسوالۍ هم سقوط کړې چې په يادو ولسواليو کې ورسره د سلګونو عامو خلکو د ملاتړ راپورونه هم ورکول شول.
ولايتي چارواکو د يادو ولسواليو سقوط تائيد کړ او د غور چارواکو وويل، چې د ولايت او د نورو ولسواليو له مرکزونو پرته نورې ټولې سيمې د طالبانو له لوري د جدي امنيتي ګواښونو لاندې دي.

په عين حال کې د غور والي غلام ناصر خاضع وايي، چې د تيورې ولسوالۍ له سقوط سره جګړو زور اخيستی او د دغه جګړو لړۍ آن د پلخمري څنډو ته رسېدلې ده.
دغه راز طالبانو څلور ورځې وړاندې د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په پوستو او مرکزونو بريدونه وکړل، چې لسګونه سرتيرو ته يې مرګ ژوبله واړوله او ځينې سيمې يې له دولته ونيولې.
ويل کېږي، د دغه ولايت په ډیری ولسواليو کې يواځې د ولسواليو ودانۍ د دولت تر ولکې لاندې وي او پاتې نورو ټولو سيمو باندې طالبان حاکميت لري.

په ورته وخت کې د کندز ولايت نه د تازه نښتو راپورونه ورکول شوي او طالبان وايي چې په ننيو بریدونو کې يې په خان اباد ولسوالۍ کې له دولتي ځواکونو د (غلام د سړک، د قومندان خیبر او معلم اسماعیل د پمپ پوستې) يې نيولي دي.
ځايي سرچينې وايي، لا هم جګړه روانه ده، عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او طالبان د پرمختګ په حال کې دي.
د سرچينو په وينا، د کندز-تخار او خان اباد- کندز تر منځ لارې تړل شوي او دولتي ځواکونه پرې تګ راتګ نه شي کولی.
بل پلو د پکتيا د جاني خيلو ولسوالۍ څخه راپورونه ورکول شوي، چې له سهار راهيسې پرې د وسله والو طالبانو بريدونه روان دي او يو شمير پوستو يې سقوط کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د هلمند، ارزګان، غزني خوست او بادغيس ولايتونو څخه هم د جګړو راپورونه ورکول کېږي او کنړ، ننګرهار، نورستان غزني او سرپل ولايتونه لا هم د جګړو له امله نا امنه دي، ښايي په نږدې راتلونکې کې د طالبانو بریدونه نور هم تېز شي او د نورو ولسواليو د نيولو ويره شته.
راپورتاژ: الماس خدرخېل



