فارياب چارواکي وايي، ۱۳۰ تنه کلابند پوځيان طالبانو ته تسلیم شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲)
د فارياب ولايت امنیتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د کوهستان ولسوالۍ څخه خيراباد سيمې ته راپه شاه شوي لسګونه پوځيان طالبانو ته اوښتي دي او د نورو په اړه لا هم معلومات نشته.
د دغه ولايت د پوليسو ویاند عبدالکريم يورش رسنيو ته ويلي، چې تېره شپه له کلابندو شويو عسکرو څخه ۱۳۰ تنه يې طالبانو ته تسليم شوي او د پاتې نورو برخليک لا هم معلوم نه دی.
نوموړی وايي، وسله والو طالبانو په يادو عسکرو د محاصرې کړۍ تنګه کړه، دوی مجبوره شول هغوی ته تسليم شي.
په دغو عسکرو کې ډیری يې د ملي اردو او پاتې نور، د کمانډو محلي پوليس دي.
د کوهستان ولسوالۍ وړمه ورځ وسله والو طالبانو له څو ساعته جګړې وروسته ونيوله او د شاوخوا سيمو د پوستو او امنيې قوماندانۍ تر دوه سوه پورې عسکرو د خيراباد سيمې ته شاه تګ وکړ چې هلته هم د طالبانو تر کلکې کلابندۍ لاندې راغلل.
طالبانو تر اوسه د ۱۳۰ تنه سرتيرو د تسليميدو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو د دغه ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې تیره شپه د فاریاب ولایت لولاش ولسوالۍ قزات سیمه کې یو قومندان او ۱۳ تنه اربکیان له وسلو سره دوی ته تسلیم شوي دي.
-الماس خدرخېل-



