
سرليکنه
د فارياب ولايت د کوهستان ولسوالي په پرلپسې بريدونو سره د طالب وسله والو لخوا محاصره او جګړه پرې روانه وه. بالآخره تېره ورځ د ولسوالۍ امنيتي پوځونه طالب وسله والو ته تسليم شول. د ولسوالۍ يوه مسئول تر دوو سوو پورې اربکیان او کمانډويان په کوهستان ولسوالۍ کې طالب وسله والو ته په تسليمېدا اعتراف وکړ.
د فارياب ولايت په کوهستان کې خو به يواځې دا امنيتي ساتونکي تسليم شوي نه وي، څومره به د څو ورځو په محاصره کې وژل شوي وي او څومره به ژوبل وي؟ د فارياب ولايتي چارواکو د خپلې ناکامۍ د پټولو په خاطر په کوهستان کې د وژل شویو او ژوبل شویو امنيتي پوځونو يادونه هم نه ده کړې.
تېره ورځ د ننګرهار ولايت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د يوې فاتحې په مراسمو د ناټو هوايي ځواکونو بمبا ر وکړ او ولسي وګړي یې په کې ووژل. دا چې په هغه کلي کې چې فاتحه په کې اخیستل کېده، که د داعش ډلې جګړمار هم وو د هغوى پر خلاف به یې عمليات کړي وای. پرمختګ دا نه و چې ولسي وګړي یې ورسره ووژل.
په افغانستان کې چې له کومې ورځې تورمخو کمونستانو کود تا کړې ده، له هغې ورځي په افغانستان کې هره ورځ وير، ماتم، بمبار، عمليات، پر پوستو بريدونه، په جګړه کې له کورونو د ولسي وګړو بې ځايه کېدل، په ودونو، جنازو او فاتحو د ناټو د الوتکو بمباري، په خپلو امنيتي پوځونو د تېروتنې په نوم بمباري او د هغوی وژل؛ دا ټول هغه څه دي چې حکومتي چارواکي ورته په ډېره سپين سترګۍ سره پرمختګ وايي.
که پرمختګ وي نو د امريکا او د هغوی د اشرګړو يارانو هېوادونو لپاره به وي. که طالب وسله وال وژل کېږي، که ولسي وګړي وژل کېږي او که په پوستو کې د تېروتنې په نامه امنيتي پوليس وژل کېږي. دا ټول افغانان دي او د افغانانو وژل – چې هېواد ته د راغلو يرغلګرو اصلي موخه همدا ده – د هغوی لپاره پرمختګ دى.
په ډېر افسوس سره چې افغان چارواکي په ټوله ورځ، اونۍ او مياشت کې بې له مرګونو او ژوبلو نور څه په مطبوعاتو کې نه لري. نړيوالي او امريکايي چاپي، غږيزې او تصويري رسنۍ په افغانستان کې د افغانانو په وژنو د خپل پرمختګ خپرونې کوي.
په نورو هېوادونو کې چې په هېواد کې د ترقۍ په لور ګامونه واخیستل شي، ورته پرمختګ وايي؛ متاسفانه په افغانستان کې وروسته پاتې والي ته پرمختګ ويل کېږي. په جګړه کې، هغه که د حکومت امنيتي ځواکونه دي، ولسي وګړي دي او که طالب وسله وال، ټول د دې خاورې بچيان دي. دا په حقيقت کې د نړۍ د نورو هېوادونو پر خلاف حرکت دی چې اګاهانه او نااګاهانه پرې موږ روان يو.
هغه چې په بمباريو کې، په عملياتو او يا په چاودونو کې ووژل شول د هغوی لوری څرګند شي چې نور له دې فاني دنيا سترګې پټې کړي. خو هغه امنيتي پوځونه چې په ژوبل حالت کې د طالبانو له لورې ونيول شي او يا تسليم شي، د هغوی برخليک نا څرګند وي، د خپل راتلونکي ژوند په اړه اندېښنه لري چې له وژلو به وژغورل شي او که په وژلو به یې په هېواد کې د چارواکو په وينا پرمختګ وشي.
تر څو به د نورو د اهدافو لپار د افغانانو په وينو روانه او پر موږ راتپل شوې جګړه دوام لري؟ او څه وجه ده؟ سره له دې چې موږ په هېواد کې د يو شمېر سياسي اشخاصو د موجوديت دعوه هم کوو او سره د دې سياسي اشخاصو په موجوديت، موږ د افغانانو د تباهۍ او د پرديو د اهدافو لپاره د روانې جګړې څخه ځانونه نه شو ژغورلی؟
دا لوبه به تر هغې روانه وي څو موږ په خپلو کې په يوه افغاني فکر سره راټول نه شو او د پرديو د اهدافو د پوره کولو ږغ مو له اوږو کوز کړى نه وي. که دا مو وکړل بيا که مو په وطن کې د رغونې او نړيوالو سره د سيالۍ کولو څه کارونه کېږي هغې ته به پرمختګ وايو.



