اکبر آغا: په بګرام کې وحشت پیل دی،او په هلمند کې د طالبانو په بند کې دوزره دولتي چارواکي اسیر دي:

اکبر آغا: په بګرام کې وحشت پیل دی،او په هلمند کې د طالبانو په بند کې دوزره دولتي چارواکي اسیر دي:

د افغانستان د ژغورنې لار شورا مشر اکبر آغا تیره ورځ په یوه غونډه کې څرګنده کړه چې اوسمهال په هلمند کې شا وخوا دوه زره دولتي کسان له طالبانو سره بندیان دي.
اکبر آغا وویل چې د يادو کسانو د خلاصون لپاره یې پراخط هڅې پیل کړې دي.

د نوموړي په وینا طالبان کولای شي زرګونه امنیتي چارواکي ونیسي او په کلونو یې په بند کې وساتي.

نوموړي همداراز وویل چې امریکایان د پنجشیر په دوابه کې یو زندان لري چې ګڼ شمېر بندیان پکې په خورا وحشت سره ساتل کیږي .
یاد زندان د كابل هوايي ډګر ته نژدې جوړ شوى او د تور زندان په نامه ياديږي، دغلته هم تر دوو زورو پورې بنديان ساتل كېږي شكنجې او ځورونې ورکول کیږي.

نوموړي وویل له نورو ظلمونو سره سره امریکایي عسکر بنديانو ته په 24 ساعتونو كې يو ځل تشناب ته اجازه ورکوي.
د دوآبه په نوم زندان دوه متره(یو متر سوراو دوه متره بر لرونکې) كوټې جوړى شوې ده.

د نوموړي له قوله اکثریت زندانيان چې د بند موده يې بشپړ شوى، تر اوسه د هېواد په زندانونو کې شپې او ورځې تېروي.

په یاده غونډه کې پخواني بندي ډاکټر غيرت بهير، چې د حزب اسلامي سیاسي مشر دی د خپلو خاطراتو تر مخه وویل چې په زندان کې له زندانيانو سره دومره ناوړه چلند کېږي، چې نوموړى يې په خولې هم نه شي راوړلى.

د غونډې له ګډونوالو څخه د مدني ټولنې د فدراسيون مشر صديق منصور انصاري هم ومنله چې له زندانيانو سره غيرانساني چلند کېږي او په هېواد کې داسې سلګونه زندانيان موجود دي چې په بېګناه توګه او يا د توطيې په ترڅ کې زنداني شوي دي.

اکبر آغا وويل چې يادې شورا له افغان حکومت او طالبانو ډلې ژمنه اخيستې، چې له دې وروسته به د جګړې نيول شوي کسان نه وژني او دغه راز به يې له اعدام څخه هم ډډه کوي.
هغه زياته کړه، په وروستيو دوه اوونيو کې د افغانستان د ژغورنې لار شورا د هلو ځلو په پايله کې له کندهاره ٦٠ زندانيان، له هلمند ١٢ زندانيان او له د ميدان وردګو شپږ کسان د طالبانو له زندانه ازاد کړل شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button