امریکایان غواړي په روانو بمبارونو بیده افغانان راویښ کړي

لیکوال: صفي الله ” رائد ”
له ډېره وخته د افغانانو د ویښېدو دغه جمله ډېره اورم، افغانان اوس ویښ شوي! افغانان نور پوه شوي! خو نه پوهېږم چې دلته ویدو خلکو ته ویښ ویل کېږي! او که ماته زموږ د ویښیدو داستان معلوم نه دی.
نه پوهېږم: څنګه ورته ویښ ووایم؟!
ویښ خلک خو به ازاد ول، خاوره به یې ازاده وه، ژوند به یې ازاد و.
جنازې به یې ازاده لمانځل کېدلې، رواجونه او ودونه به یې پر امنه تېرېدل!
ژوند به پر امنه او ملت به یې هوسا و.
خو دلته هرڅه سرچپه روان دي نه څوک مېلې پېژني، نه جنازې، نه څوک ملت پیژني، نه دولت، نه څوک حق پیژني نه حقدار، د غریب بې چاره خو نه کار شته نه روزګار. خو له دې هرڅه سربېره بې چاره کړېدلی، زورېدلی ولس بمباریږي، وژل کیږي، خو نه یې څوک آه اوري نه اواز، نه یې څوک درد اوري او نه غږ .

عجیبه ده: کومه خاوره چې له کلونو راهیسې تر اشغال لاندې لوټېږي، بمبار پرې کیږي او خلک یې وژل کېږي خو لا یې هم ډلې- ډلې ځوانان د ځان له دفاع څخه غلي وي او یا هم د اشغالګرو په صف کې وي!؟ نو آیا داسې خلکو ته ویښ ویلی شو؟ آیا داسې بې احساسه خلک ویښ او ځیرک ګڼلی شو؟!
نه هېڅکله نه!
تېرو شپږو ۶میاشتو کې امریکا په بې چاره ولس ۱۶۰۰ بمونه غورزولي، په همدې اونۍ کې یې څو ولایتونو کې وحشي بمبارونه وکړل، داسې بمبار چې د طالبانو سربېره یې په خپلو افغاني ملیشو (پولیسو) هلمند کې وکړ چې ۱۶ عسکر یې ووژل، په کندز کې دنجونو مکتب په نښه کړ او دادی تېره ورځ یې
په هسکه مېنه کې فاتحه او خیرات داسې بمبار کړل چې د جنازو د پورته کولو څوک نه و پاتې، خو ارګبکیان او خرڅې شوې رسنۍ ټول چوپ دي.

دامریکایانو په بې چاره ولس دداسې وحشي بمبارونو نه خو اول وار دی او نه به هم آخري وي؛ دوی به خپل وحشت نور هم زیات کړي؛ ځکه دوی ټولو افغانانو ته په یوه سترګه ګوري، دوی یې بمبارول غواړي، دوی یې وژل غواړي.
هو! دوی غواړي په داسې بمبارونو او وژلو بیده افغانان راویښ کړي، هغه خلک راویښ کړي چې تر ننه افغانستان یو اشغال شوی ملک نه بولي، خاوره یې بلواکه هوا یې اشغال نه ګڼي، امریکایان غواړي هغه بې غیرته افغانان هم راویښ کړي چې دلته په خاوره کې د امریکا راج او غلامي مني خو اشغال او قوت یې نه مني، وحشت یې ویني خو وحشیان یې نه بولي، د ظلم انتها یې ګوري خو ظالمان یې نه بولي، دا بې غیرته مخلوق یې اوس هم میلمانه ګڼي، خو امریکایانو ورته په تېرو وحشي بمبارونو ثابته کړه چې مونږ میلمانه نه بلکې په زور راغلي اشغالګر یو.
مونږ اشغالګر دمیلمه په حیث میلمانه نه یو راغلي مونږ کوربه وژلو ته راغلي یو،مونږ وینه تویولو ته راغلي یو، هو! مونږ وحشت خپرولو ته راغلي یو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button