د پکتيا د جانې خېلو ولسوالۍ سقوط وکړ

د پکتيا ولايت د جانې خېلو ولسوالۍ چې د څو ورځو راهيسې د طالبانو د سختو بريدنو او کلابندۍ سره مخ وه بالاخره نن سهار يې سقوط يې وکړ.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کابل ټکی کام ته وويل، چې نن سهار يې د جانې خېلو ولسوالۍ مرکز، قومندانۍ او شاوخوا ټولې پوستې نيولي دي.
نوموړی وايي، په دغه جګړه کې لسګونه عسکر وژل شوي چې جسدونه يې لا هم د جګړې په ډګر پراته دي.
ښاغلی مجاهد وايي، چې په ياده جګړه کې په زياته اندازه سپکې او درنې وسلې، پوځي توکي او موټر هم د دوی لاس ته ورغلي دي.
د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي (د دښمن باقي پاتې عسکرو د شهرنو په لور تيښته کړې چې ورپسې تعقیبي عملیات روان دي او درباط سیمه کې د دښمن په یوه مهمه قرارګاه باندې همدا اوس شدیده جګړه روانه ده. )
طالبان وايي، په ټوله جګړه کې د دوی دوه تنه ملګري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
يوې امنيتي سرچينې د ولسوالۍ سقوط تائيد کړ او کابل ټکی کام ته يې وويل، چې تېره شپه تر سختې جګړې وروسته جانې خېل ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې او لسګونه عسکرو ته يې پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر اوسه ولايتي چارواکو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د پکتيا جانې خېلو ولسوالۍ تېر کال هم وسله والو طالبانو نيولې وه چې په زياته اندازه وسلې، پوځي توکي او موټر يې ونيول، لسګونه عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.
بايد وويل شي، چې په تېرو دوه اوونيو کې دا پنځمه ولسوالۍ ده چې طالبان يې نيسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button