د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت د اقصی مسجد د وروستیو پیښو په اړه پر نړیواله چوپتیا نیوکه وکړه

د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلو له لوري پر اقصی مسجد د کلابندۍ په اړه پر اسرئیلو د نړیوال فشار راوړلوغوښتنه وکړه.
د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت د نړۍ د ټولو هیوادونو پر مشرانو او هغو مؤسساتو چې د نړیوالو قوانینو او بشري حقوقو نارې وهي نیوکه کړې چې د بیت المقدس او اقصی مسجد د پیښو په اړه یې مطلقه چوپتیا غوره کړې. له بل پلوه د اسلامي تعاون تنظیم د اقصی مسجد په اړه د ښکیلاکګرو وروستۍ کړنې په کلکه غندلي، او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې غوښتې چې د دې کړنو مسؤلیت په خپله غاړه واخلي.
د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت په خپله یوه خپره کړې اعلامیه کې د خپل موقف نه د نه تیریدو اعلان کړی دی او د اسرائیلي ښکیلاکګرو ځواکونو پر کلابندۍ یې کلکه نیوکه کړې ده او وروستئ کړنې یې د القدس په سپیڅلي حرم او نیول شوي بیت المقدس کې پر بې ګناه او بې وسلې او بې ګناه لمونځ کوونکو ښکاره تیری ګڼلی دی،غوښتنه یې کړې ده چې باید پر اسرائیلو فشار راوړل شي څو د الأقصی مسجد هغه کلابندي نوره پای ته ورسوي چې دا مهال په دوهمه اونۍ کې خپل قدم ږدي.
اسرائیلي او فلسطیني غصب شوې خاوره د روان ۱۴ جولای نه په پرلپسې توګه هغه مهال د ټکرونو او بریدونو شاهده وګرځیده چې درې فلسطینیانو په بیت المقدس کې پر دوه اسرائیلیانو برید وکړ او دواړه یې ووژل، په مقابل کې اسرائیلو هم دغه درې واړه فلسطینیان د بیت المقدس په حرم کې دننه ووژل، په تعقیب یې اسرئیلي غاصبینو د مسجد ټولې دړې وتړلې، او لږه موده وروسته یې له ځینې هغه دروازې پرانیستې چې بریښنایی پلټونکی ماشینونه یې پکي ولګول، فلسطینیانو د دغه کار په مقابل کې سخت غبرګون وښود، چې بالآخره د تاوتریخوالی اوربل شو او په مسجد اقصی او غربي تړانګه کې نښتې پیل شوې او له امله یې ۵ فلسطینیان شهیدان شول او په سلګونو نور ټپیان شول.
د دې پیښو په سهار د سعودي عربستان په جدې ښار کې د التعاون الاسلامي تنظیم یوه عاجله غونډ راوبلله چې د فلسطین په اړه دایمي استازو ته پکې بلنه ورکړای شوې وه، تنظیم د اسرائیلو وروستني کړنې تر بحث لاندې ونیوې او په اقصی مسجد کې یې د دغه سپیڅلي خاورې او لمونځ کوونکو مسلمانانو باندې د اسرائیلو په سپکاوي ژوره اندیښنه څرګنده کړه.
د الجزیره نه په مننې
ژباړه: عزیر اسدخیل



