سعودي عربستان په بهرنیو کاریګرو مالیې ډیروي

د سعودي چارواکو ویلي چې د دې هیواد په میشتو مسافرو به خپلې مالیې څو چنده زیاتې کړي.
په سعودي کې د افغانستان په ګډون د لسګونو هیوادونوکارګران او مقیم اوسیدونکي میشت دي.

د راپورونو په اساس نوي وضعه شوې مالیه به د روان کال له جون له میاشتې د تطبیق وړ وي،او له هر بهرني کارګر څخه به میاشتنۍ ۲۶ دالره اخیستل کیږي.

سعودي چارواکو ویلي چې د مالې دا لوړوالی به تر ۲۰۲۰ کال پورې د میاشتې په حساب تر ۱۰۰ دالرو پورې ورسیږي، چې پدې ډول سره به هر بهرنی کاریګر ۱۲۸۰ دالره کلنۍ مالیه پرې کوي.

سعودي ویلي چې له دې درکه به تر ۲۰۲۰ کال پورې ۳ میلیارد دالر تر لاسه کړي.

سعودي ویلي چې داچاره یې د خپلې بودیجې د پرمختګ او د اقتصادي کسر د مخنیوي لپاره اوچت کړی.

شمیرې ښیي چې فلحال په یاد هیواد کې ۱۱ میلیونه بهرنيان به مختلفو کارونو بوخت دي.
چې له هغې جملې څه یې ۶۰۰ زره افغانان هم دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button