سعودي پاچا د موقت وخت لپاره واکمني خپل ځوی ته وسپارله:

راپورونه وايي چې ملک سلمان د سختې ناروغۍ له کبله خپل صلاحیتونه خپل ځوی ته چې د ده ولیعهد دی سپارلي دي.
د سعودي عربستان پادشاه ملک سلمان مراکش ته د درملنې پخاطر تللی او د هېواد چارې یې خپل ولیعهد محمد بن سلمان ته سپارلې دي.
د سعودي پاچا په یوه رسمي مکتوب کې ویلي، چې محمد بن سلمان به د نوموړي تر راتګ پورې د هېواد چارې اداره کوي او د ملي ګټو ساتنه به کوي.
د سعودي اوسني باچا ملک سلمان بن عبدالعزیز خپل وراره محمد نایف له ټولو دندو څخه ګوښه کړ او پر ځای یې خپل زوی محمد بن سلمان د ولي عهد په توګه وټاکی څوک چې له مخکې ولي ولي عهد او وزیر دفاع وو.
د سعودي مطبوعات وایي چې ملک سلمان به تر راتلونکو پنځو میاشتو پورې ټول واک خپل ولیعهد محمد بن سلمان ته وسپاري
ویل کیږي د سعودي د پاچا پخوانی ولیعهد اوس مسجد حرام ته نږدې په خپل هستوګن ځای کې نظر بند ده.



