ولسمشر غني د سرحداتو  او ټرانسپورت وزارتونو لپاره نوماندان معرفي کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۳)

د ارګ له لوري په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني د دوه بېلابېلو وزارتونو لپاره نوماندان معرفي کړل.

خبرپاڼه زياتوي، چې د ولسمشر د ځانګړي فرمان پر اساس محمد حميد طهماسي د ټرانسپورت وزارت د نوماند وزير او محمد شفيق ګل اغا شيرزی د سرحداتو وزارت د نوماند وزير په توګه معرفي شوي دي.

په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته دنده ورکړل شوې ترڅو دغه دوه تنه د اعتماد رایو د ترلاسه کولو لپاره په رسمي توګه ولسي جرګې ته معرفي کړي.

ګل اغا شيرزی د پخواني ولسمشر حامدکرزي د حکومت پر مهال د ننګرهار او کندهار والي پاتې شوی دی.

تېر کال ولسي جرګې د کافي بودجې د نه مصرف له امله يو شمير وزيران سلب صلاحيت کړل، چې له هماغې راهيسې دغه وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره کېدل.

د نويو وزيرانو د معرفي کېدل په داسې حال کې کېږي، چې اوس مهال ډيری وزارتونه وزيران نه لري او د سرپرستانو له لوري اداره کېږي، چې دې کار په ګډ حکومت د خلکو نيوکې زياتې کړي او د فعالانو او مدني ټولنو غبرګونونه يې راپارولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button