روانې جګړې د پوهنې کچه تر نيمايي کمه کړه

تبصره
په هيواد کې چې دا مهال له هرې خوا د ولسي وګړو له ستونزو ډک خبرونه ترلاسه کېږي، د دې به نور لاملونه – چې حکومتي چارواکي یې ولس ته پلمه کوي – هم وي خو لويه ستونزه دا ده چې حکومت د ولس پوښتنو ته ځواب نه شي ويلاى. د ځواب لاره ترې ورکه ده. په سياسي لوبو کې دومره له سره تر پښو پورې حکومت ډوب دى، نه يواځې دا چې له حکومته له ستونزو د خلاصون لاره ورکه ده بلکې له هغه لوري څخه هم ورکه ده کوم چې وخت په وخت حکوت ته د حکومتولۍ مشورې ورکوي او حکومت ورسمبالوي.
نړيوال چې د افغانستان په اړه په خپلو چاپي، غږيزو او تصويري رسنيو کې تبصرې کوي په افغانستان کې د حکومتولۍ د ناکامۍ ستر لامل اداري فساد، په حکومتي چارواکو کې نه همغږي او… بولي. خو دا ثابته شوه چې د دې تر څنګ حکومت په نورو ستونزو هم اخته دى. هغه دا چې نور پرې د ولس باور د ټولو تېرو کلونو په پرتله کم شوی دی او آن دا چې ولسواليو ته له مرکزه د محاصرې پر مهال نظامي تجهيزات نه لېږي. لوی لامل یې دا دى چې مرکز په ولاياتو کې په خپلو نظاميانو هم باور له لاسه ورکړی دی.
هغه راپورونه رښتيا شول چې د مخه به يو شمېر هېوادونو په رسنيو کې د افغانستان د امنيتي پوځونو په اړه نشرول چې په ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو مشران له جګړې دمخه په وسلوالو طالبانو وسلې او هر ډول نظامي تجهيزات پلوري، ځکه د پوستو امنيتي ساتونکي په ډله ييزه توګه تسليم شي؛ چې د روانې اونۍ په سر کې د کوهستان ولسوالۍ د امنيتي پوليسو ډله ييزه تسلميدا یې ښکاره ثبوت دى.
په هر هېواد کې چې جګړه روانه وي هلته د نورو ستونزو ترڅنګ د پوهنې په وړاندې خنډونه راپيدا کړل شي. په افغانسان کې خو په یوې جګړې پسې بله په يوه او بل نامه جګړه پیل شي. دا دی همدا مهال د شوې سروې له مخې په هغه ولاياتو کې چې جګړې پکې د نورو ولاياتو په نسبت زياتې دي، تر ٣٠٠٠ پورې ښوونځي تړلي دي او لا د جګړو په دوام تړل کېږي.
د نورستان ولايت نه په ترلاسه شویو معلوماتو کې ويل شوي دي، په دغه غرني او واورين ولايت کې له ٢٢٥ ښوونځيو څخه یې ٤٠ هغه ښوونځي ودانۍ نه لري چې هره مياشت یې د استادانو معاشونه اجرا او نور مصارف یې له مرکزه ترلاسه کېږي.
د کندز او تخار لويه لاره له يوې اونۍ راپدېخوا بنده ده. په دواړو ولاياتو کې د ښووني او روزنې لوی او واړه مرکزونه تړلي دي. له حکومت سره د لويو لارو د خلاصون توان نشته. دا لا نده څرګنده چې تر کوم وخته پورې به دغه لار تړلې او زده کوونکي به له درسونو محروم وي.
د هلمند په شپږو ولسواليو کې د ښوونې او روزنې دروازې بندې دي. په هغو ولسواليو کې چې نسبتا جګړې پکې ارامې شوې دي هلته هم د ښوونې او روزنې په اړه راپورونه ورکول کېږي، چې د څه ښوونځيو دروازې تړلې دي او څه ښوونځيو ته استادان او شاګردان د ناامنيو له امله نه شي ورتلاى.
د پکتيا په جاني خيلو او د لوګر په برکي برک کې همدا اوس جګړه روانه ده. د نورو ولاياتو په څېر به حکومت په دې ولسوالۍ کې هم تر ناڅرګند وخته پورې له امنيتي ستونزو سره مخ وي. وايي به: د عملياتو په پلان کار کوو او په نږدې کې به عمليات پیل شي. خو د نورو ولسواليو په څېر به د برکي برک هم همدا حال شي.
په هېواد کې چې د حکومت بې واکيو، پر حکومت د ولس بې باوريو او ترڅنګ یې په هغو ولاياتو کې چې جګړې پکې روانې دي ښوونځې به تړلي وي، چې په دې حساب جګړو د ښوونې اوروزنې کچه د پخوا په نسبت کمه کړې ده او کېداى شي تر دې هم کمه شي.



