
دوه کسان
عبدالبصیر حامد
له ابوهریرة رضی الله عنه نه روایت دی؛ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په بني اسرائیلو کې دوه کسان ول، هر وخت به یې په خپل منځ کې سره نېښتي وو. په دوی کې یو ګناه ګار و او بل عبادت کونکی و. دغه عبادت کونکي به ګناه ګار ته تل ویل؛ له ګناه ځان ساته، یوه ورځ داسې پېښه شوه چې دغه ګناه ګار یې په کومه ګناه ولیده او ورته کړه یې؛ چې دا ګناه پرېږده!؟ هغه ورته وویل: زه او خدای پوه شه! ته خو څه زما نګران نه یې رالیږل شوی!؟
ده (عبادت کونکي) ور غبرګه کړه: والله بالله که الله تا وبښي، یا یې دا ټکي ورته کړه: چې الله به تا جنت ته نه داخلوي.
نو کله چې دواړه مړه شول، روحونه یې قبض شول. دواړه د الله په وړاندې راوړل شول، نو الله جل جلاله عبادت کونکي بنده ته وویل: ایا ته زما له حکم نه خبر وې؟! یا یې دا ورته وفرمایل: تاته زما په کارو کې چا اختیار درکړی؟!
نو الله جل جلاله ګناه ګار بنده ته کړه: چې ته زما د رحمت له کبله جنت ته لاړ شه او بل ته کړه: ته دوزخ ته مخه کړه.
[تخریج: اخرجه احمد۲/۳۲۳، و ابوداود ۴۹۰۱ و ابن المبارک لي الزهد ۳۱۴ و ابن ابي الدنیا في خسن الظن ۴۵ و البغوي في شرح السنة ۱۴/۳۸۵]
د حدیث ګټې:
له پورتني حدیث نه لاندې ګټې څرکندې شوې؛
1. د نېکۍ لور ته ترغیب او له بدۍ نه منعه کول.
2. د چا له منعه کولو نه د هغه له بدۍ ځان ساتل په کار دي. او د تکبر، لویي او حسد له امله په ګناه ټینګار په کار نه دی.
3. د الله بندګان د الله له رحمته ناهیله کول په کار نه دي.
4. د الله په اړه له ځانه خبر کول لوی جرم دی.
5. د الله جل جلاله د رحمت پراخ والی ښه ښکاره شو.
6. څوک چې په چا د جنتي یا جهنمي ټاپه وهي، هغه په حقیقت کې د خدایي دعوه کوي.
7. او له دې حدیث نه د هغه کس بدي هم بیان شوه؛ چې د الله بندګانو درجې مالومي، فلانکي نېکبخته دی، فلانکی بد بخته دی.



