په نشې روږدي محلي پوليس خپل ځوی په ۵۰زره کلدارې پلورلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۳)
په ننګرهار ولايت کې يوه تن چې پخوا يې په محلي پوليسو کې دنده ترسره کوله، خپل د نهو ورځو ماشوم په پنځوس زره کلدارې په بل چا پلورلی دی.
نوموړی برهان نومېږي، چې د ننګرهار ولايت په مقام خان سيمه کې ژوند کوي او دوه مېرمنې لري.
د برهان مشرې مېرمنې رسنيو ته ويلي، چې څه موده مخکې يې خاوند د دې د غېږې ماشوم بل چاته ورکړی، ځکه چې دوی سره يې د درملنې او ساتنې پيسې نه وې.
هغې وويل، خبره نه ده چې خاوند يې ماشوم په چا او په څو روپۍ پلورلی خو وايي کله مو چې په زوره کور ته راووست يواځې درې زره روپۍ ورسره وې او ګمان کېږي چې هغه خلکو به ورته همدا درې زره روپۍ شيريني ورکړې وي.
خو د برهان ګاونډيان وايي، چې هغه يې خپل ځوی په پنځوس زره کلدارو په بل چا پلورلی دی.
ويل کېږي برهان پخوا په لغمان ولايت کې په محلي پوليسو کې دنده ترسره کوله، چې همالته په نشو روږدی شو او د همدې نشو له امله يې خپله دنده هم له لاسه ورکړه.
نوموړی اوس په شپو شپو له کوره ورک وي، دوه مېرمنې او اته ماشومان يې بې سرپسته د نورو احتياج ته پرېښودل او څو ورځې مخکې يې خپل ځوی هم د څو پيسو په مقابل کې خرڅ کړ.
تر دې مخکې هم داسې راپورونه ورکول شوي، چې په پوليسو او اربکيانو کې د مخدره موادو استعمال زيات شوی او ډيری عسکر دغه مواد کاروي، چې وروسته يې ژوند تريخ شي او له دغه ډول مشکلاتو سره لاس او ګريوان وي.
د يادونې ده، چې تر دې وړاندې په نشه روږدو پوليسو د ځان وژنې هڅې کړي او ځينو يې د خپلو کورنيو غړي هم وژلي دي.
-الماس خدرخېل-



