هند: د رومیانو د ساتنې پخاطر شخصي ساتونکي ګمارل شوي
هند: د رومیانو د ساتنې پخاطر شخصي ساتونکي ګمارل شوي
د راپورونو په اساس د هندوستان په مېديارپراديش ايالت کې د سختو اورښتونو او سېلابونو له امله د روميانو قیمت دومره لوړ شوی چې آن د کانداران او سوداګر یې د امنیت لپاره له شخصي کمپنیو پولیس په کرایه رانیسي.
دا آیالت د پلازمېنې نوي ډيلي په ۹۰۰ كيلومترۍ كې پروت دى.
د اېنډيا ټوډې ورځپاڼې ليكلي چې هندوستان کې زیات وخت د سبزیجاتو کمښت حکومت ته ستر سرخوږی جوړوي.
د نوموړې ورځپاڼې له قوله چې پياز دومره مهم شى دى چې د هندوستان د حكومت د نسكورېدلو سبب ګرځېدلى شي خو د روميانو کمښت هم کولی شي ترڅو لږ تر لږه حكومت ته یو سرخوږى رامنځته كړي.
دا په داسې حال كې ده چې تېر كال په همدې ايالت كې د روميانو د ډېر توليد او ټيټي بيې له امله بزګرانو خپل محصولات په لارو او كوڅو كې تويول.
خو سږ كال د روميانو بيه يواځې د تېرې اونۍ په پرتله دوه برابره شوې ده. اوسمهال په دې ايالت كې د يو كيلو روميانو بيه ۱۰۰ هندي روپیو ته لوړه شوې ده چې پخوا ۳۰ روپۍ وه.



