ژورنالیستان: په افغانستان کې سږکال ۱۰ خبریالان وژل شوي دي

ژورنالیستان: په افغانستان کې سږکال ۱۰ خبریالان وژل شوي دي

د افغان خبريالانو د خونديتوب د کمېتې په نوم سازمان په کابل کي د سه شنبې په ورځ د ژورنالستانو د وضعيت په تړاو يو راپور خپور کړ.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیته وايي چي د افغان ژورنالستانو پر وړاندي تاوتريخوالی دتیرکال په پرتله زيات شوی دی.

په راپور کې ویل سوي چي
د ۲۰۱۷ کال په لومړۍ نيمايي کي په افغانستان کي لږ تر لږه ۱۰ ژورنالستان وژل سوي دي، چې داشمیره په ټول تیرکال کې ۱۳ تنه وه.

د راپور له مخي د تير ۲۰۱۶ کال د لومړيو ۶ مياشتو په پرتله د روان مېلادي کال په لومړيو ۶ مياشتو کي د افغان ژورنالستانو په وژنو کي ۳۵ سلنه زياتوالی راغلی دی.

د افغان خبريالانو د خونديتوب د کمېتې په دغه تازه راپور کي ويل سوي چي «د ۲۰۱۷ کال په لومړيو ۶ مياشتو کي د ژورنالستانو پر ضد د تاوتریخوالي ۷۳ پيښي ثبت سوي چي پکښي ۱۰ وژني، ۱۹ د وهلو ټکولو او ۱۲ د ژوبلېدو پیښې شاملې دي.»
ځینې فعالان وایي چې ډیر کله رسنیز بانډ دومره دولتي تبلیغات او د مقابل لوري پرضد نشرات وکړي چې مخالفین مجبور شي تر څو یادې رسنۍ ته اخطاريه پیغام.واستوي.

د یادې کمیټې رئیس نجیب شريفي هم وویل چي وسلوال مخالفین یې ګواښي تر څو خپلې رسنۍ آزادې وچلوي.

عام خلک له رسنیو غواړي چې دوی ته بې پرې معلومات ورسوي خو په افغانستان کې تر اوسه کومه چاپي،صوتي،انځوریزه رسنۍ نده توانیدلې تر څو د دولت له ګردابه بهر څه نشر کړي.

نوموړي وویل په ياده موده کي د رسنيو د همکارانو پر ضد د تاوتريخوالي د پيښو ۴۶ سلنه د افغان حکومت پر غاړه ده ځکه چې رسنيو ته د معلوماتو لاس رسی یې محدود کړی او رسنيو ته يې ننګوونکي شرايط جوړ کړي دي.
د شريفي په وينا که روان وضعيت ادامه پيدا کړي نو به سږ کال په افغانستان کي د ژورنالستانو پر وړاندي تاوتريخوالي نوي اوج ته ورسيږي.
د یادونې وړ ده چې له رسنیو څخه عام ولس هم سرټکوي چې په وینایي ټول راپورونه یې د دولت لخوا سانسور شوي دي او لکه څنګه چې له نوم څخه یې آزادي او بې پرې توب څرګندیږي هغسې یې د ښکیلو غاړو خبر نده نشر کړی .

ځینې شنونکي وایي چې دوی یواځې د مقابل لوري پرضد دحکومت فکري وسیله ده چې دولت غواړي په مټ یې د طالبانو پرضد رسنیزه جګړه بریالۍ او تر څنګ یې په ولس کې هم د خپل نفوذ پخاطر ترې کار واخلي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button