کاناډا: د افغان سفارت چارواکو لا کاناډایي مشران ندي لیدلي:

کاناډا: د افغان سفارت چارواکو لا کاناډایي مشران ندي لیدلي:
د راپورونو په اساس د کاناډا هیواد کې تر اوسه د افغان سفارت هیڅ چارواکی پدې ندی توانیدلی تر څو د یاد هیواد له مشرانو سره وګوري·
د یک تلویزیوني شبکې ته ځینې اسناد په لاس ورغلي چې ښکاره کوي چې لا تر اوسه هم افغان سفیرې د یاد هیواد له خارجه وزیر سره ندي کتلي.
شینکۍ کړوخیل چې د افغان سفیرې په حیث کاناډا هیواد ته استول شوې له افغان دولت څخه په ټینګه غوښتي چې په افغانستان کې له کاناډایي چارواکو سره بالمثل عمل وکړي.
نوموړې ویلي چې په ځلونو یې د دې هیواد له خارجه وزیر سره د لیدنې هڅه کړې خو دهغه هیواد خارجه وزارت د تشریفاتو ریاست یې غوښتنه بابیزه بللې ده.
د قانون تر مخه سفیران حق لري ترڅو په اړوند هیواد کې د خپلو میشتو اتباعو ستونزې د یاد هیواد له چارواکو سره شریکې کړي.
شنونکي وایي چې د افغانستان پڅ بهرنی سیاست د دې لامل شوی ترڅو هر هیواد یې چارواکو او دیپلوماتانو ته په سپک نظر وګوري.



