#فراه :دشبیکوه ولسوال له ۵ملګروسره وژل شوی

د راپورونو په اساس د فراه ولایت د شبیکوه ولسوال د ماین په یوه چاودنه کې وژل سوی دی.
چاودنه نن مازدیګر۶ بجې د یادې ولسوالۍ اړوند دورجو په سیمه کې رامنځ ته شوې
چاودنه دخښ کړی شوي ماین له کبله رامنځته شوې چې په نتیجه کې یې ولسوال
عبدالرحیم خان او د نوموړي ۵ ساتونکي وژل شوي.
د چاودنې مسؤلیت طالب وسلوالو منلی دی
د سیمې خلک وایي چې نوموړی په سیمه کې د زورواکو په څیر چلند کاوو او د خلکو په ځورونو او یو لړ جنایي جرایمو کې هم ښکیل ؤ
دا پداسې حال کې ده چې تیره ورځ طالبانو د یاد ولایت د پشتکوه ولسوالۍ هم ونیوله .


