۱۸ قطري شرکتونه د عربو هیوادونو په تور لېست کې شامل شول:

۱۸ قطري شرکتونه د عربو هیوادونو په تور لېست کې شامل شول:
راپورونه وایي چې سعودي او ورسره دریو همغږو هیوادونو په وروستي اقدام کې د قطر هیواد ځینې شرکتونه او اشخاص په خپل تور لیست کې راوستي دي.
له هغه وروسته چې څو عربي هېوادونو قطر د خپلو بندیزونو په لړ کې کلابند کړ، دا ځل یې د قطر ۱۸ سازمانونه او یو شمېر قطري وګړي په تور لېست کې شامل کړي دي.
یادو هیوادونو د قطر اړوند ۹ خیریه ټولنې، رسنیزې ادارې او یو شمېر کسان له ترهګرۍ سره د اړیکو په تور په تور لېست کې شامل کړي دي.
.دې هیوادونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي چې یاد سازمانونه په یمن او لیبیا کې فعالیت کوي او له القاعدې سره ژورې اړیکې لري.
او له قطري دولت څخه یې د هغوی پرضد داقداماتو غوښتنه هم کړې ده.
دا پداسې حال کې ده چې تیره ورځ ترکي ولسمشر عربي هیوادونو ته له سفر وروسته څرګنده کړه چې د قطر او څلورو عرب هیوادونو ترمنځ ترینګلتیا ښایي اوږدمهالې شي.
د یادونې وړ ده چې څلور عرب هیوادونه اوس پدې بوخت دي چې څه ډول قطري اداره منزوي کړي تر څو یې د خپل اثر رسوخ لاندې راولي.



