هغه شهادت چې په فتوحاتو بدرګه شو

لیکنه : حبیب مجاهد
څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده صاحب زوی حافظ عبدالرحمن خالد د هلمند په ولایت کې په دښمنانو استشهادي برید ترسره کړ.
که څه هم شهادتونه او استشهادي عملیات همیشه له ځان سره بې ساري برکات لري او د شهیدانو په وینو همیشه د فتحو سلسلې روانې شوې، د اولسونو بقاء یې تضمین کړې او په جهادي ډګر کې یې ګڼ شمیر مثبت نتائج له ځان سره درلودلي. مګر هغه څه چې د حافظ عبدالرحمن له شهادت وروسته په څو لنډو ورځو کې لیدل شوي د خپل ډول تر ټولو ښکاره برکات او فتوحات دي چې له شتون څخه یې حتی دښمنان هم انکار نه شي کولای.
موږ ولیدل چې له کومې نیټې د حافظ عبدالرحمن د شهادت خبر رسنیز شو. په ټولنیزو شبکو، رسنیو او عامه مجالسو کې یې یوه نوې جهادي روحیه او ولوله راوپنځوله.هرمجاهد د ویاړ او سرلوړی احساس وکړ او هر مؤمن یې د روان جهادپه اړه ژور فکر ته اړ یوست.د حافظ عبدالرحمن شهادت نه یوازې خلکو ته د ابراهیمي قربانۍ خاطرې ورپه زړه کړې بلکې د الله تعالی د دین او زموږ د مقدسو جهادي اهدافو عظمت یې هم څرګند کړ چې د ترلاسه کولو لپاره یې حتی د امیرالمؤمنین زوی هم د خپل ځان ځارولو ته امادګي لري.
د حافظ عبدالرحمن ځانځارۍ د اسلامي امارت د مجاهدینو نه ماتیدونکی تعهد هم په اثبات ورساوه او د مادیت او ظاهر بینۍ په سراب کې غرقو نړیوالو ته یې اعلان کړه چې راشئ زموږ د ارمانونو عظمت درک کړئ. زموږ د حقیقي مینې له راز او رمزه ځان خبر کړئ او بالاخره زموږ ماهیت وپیژنئ چې موږ څوک او څه ډول خلک یو.
هغوی چې د اسلامي امارت په مشرانو او مجاهدینو د پنجاب، آی ایس آی یا نورو سیاسي جهتونو سره د پېیلتیا او یا هم د مادي اهدافو او سیاسي سوداګرۍ اتهامات لګوي. د امیرالمؤمنین د زوی په حیث ورته حافظ عبدالرحمن په خپل استشهاد سره ثابته کړه، چې زموږ کردار د پنجاب، آی ایس آی ، شرق او غرب او یا نورو دون خصلته سیاسي جهتونو سره له تړاو ډیر لوړ دی. زموږ تړاو مادي نه بلکې معنوي دی.زموږ تړون سیاسي نه بلکې دیني دی او موږ له هغه رب المتعال ذات سره تعهد او تړاو لرو چې یاد سیاسي جوړښتونه په یوه امر پناه کولای شي. هغه الله جل جلاله چې یوازې هغه ته سر په سجده ټیټیږي او یوازې هغه د سر په قربانۍ ارزي.
د حافظ عبدالرحمن له شهادت وروسته د جهادي ولولو او احساساتو له توپان سره یوځای د فتحو وږمې هم را والوتې،د غور تیوره،د فاریاب لولاش اود پکتیا جاني خیل ولسوالۍ په مکمله توګه فتحه شوې، په کندز، بغلان، بدخشان،هلمند ، کندهار او ګڼو نور ولایاتو کې پراخې سیمې له دښمن څخه ونیول شوې او ددښمن لوی شمیر پوستې او قرراګاوې د مجاهدینو تر تسلط لاندې راغلې.
د نظامي ډګر غوندې په رسنیز ډګر کې هم د جهادي نشراتو یو داسې څپه راپورته شوه چې دښمن یې له بشپړې وارخطایي سره مخامخ کړ، د حافظ عبدالرحمن د شهادت په ویاړ په لسګونو مقالې ولیکل شوې، شعرونه خپاره شول او هر مجاهد قلموال یې په اړه یو څه ولیکل.تر دې چې د نړۍ مشهورو رسنیو په خپلو سرلیکونو کې ځای ورکړ او دا یې د خپل ډول یوه استثنائي او هیښوونکي پیښه وبلله.
د حافظ عبدالرحمن له شهادت وروسته د اسلامي امارت په مشرتابه د اولس او مجاهدینو اعتماد نور هم زیات شو.اولس په خپلو سترګو ولیدل چې دلته د جهاد په نوم کومه سیاسي لوبه یا د اقتدار مسابقه نه ده روانه. بلکې روان جهاد په حقیقي معنی في سبیل الله جهاد دی چې له امیر تر ماموره هر مجاهد په کې د ځان فدا کولو ته اماده دی.
لنډه دا چې د حافظ عبدالرحمن خالد شهادت یو داسې له برکاتو او فیوضاتو مالامال شهادت و چې نتائج یې په جهادي ډګر کې په سترګو لیدل کیږي او حتی دښمنان یې هم له اغیز نه انکار نه شي کولای.
تقبله الله



