ترکيې ځانګړي کميس اغوستونکي لسګونه کسان نيولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۴)
د ترکيې حکومت هغه کسان نيولي، چې يو ډول ځانګړي کميسونه يې اغوستل، دوی فکر کوي چې دغه ډول کميس اغوستونکي کسان د ترکيې د ناکامې کودتا او د ګولن ډلې پورې تړلي دي.
د ترکيې رسنيو ويلي، چې د دغه هېواد امنيتي ځواکونو په تېرو لسو ورځو کې دا ډول ۳۰ تنه نيولي چې دغه کميسونه يې اغوستي و.
د سرچينې په وينا، په دې کميسونو اتل يا (HERO) ليکل شوي دي.
د راپور له مخې، ځينې کسان له پوهنتونو، له لارو او له دفترونو نيول شوي، چې لا هم د نيونې عمليات روان دي.
څه موده مخکې يو عسکر چې دغه ډول کميس يې اغوستی و د دغه هېواد د ناکامې کودتا په تور محکمې ته وړاندې شو، چې له هماغې وروسته د ورته کمیسونو والا کسانو د نيولو لړۍ هم پيل شوه.
تېر کال په ترکيه کې د ناکامې کودتا هڅه وشوه، چې د دغه هېواد چارواکو يې مسئوليت په فتح الله ګولن او د هغه په تنظيم پورې کړ، چې اوس په ترکيه کې د دغې ډلې غړو ته د ترهګرو په سترګه کتل کېږي او نوموړی کميس د کودتاچيانو او ګولن ډلې نښان بلل کېږي.
يوې بلې ورځپاڼې صباح ليکلي، چې د هيرو کلمه په ترکي ژبه کې دا معنا لري چې (پر ګران روحاني مشر دې د خدای رحمت وي) او زياتوي چې دغه توري د دې مخفف کيدای شي چې اشاره يې ښايي فتح الله ګولن ته وي.
تر دې مخکې دا ډول کميسونه په عام بازار کې په پنځلس ترکي لېرو پلورل کېدل خو اوس نه پيدا کېږي.
-الماس خدرخېل-



