کندز کې يو افغان عسکر ۳ امريکايي پوځيان وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۴)

د کندز ولايت د مرکز مربوط په حضرت سلطان سيمه کې يو تن افغان عسکر درې امريکايي پوځيان په ډزو وژلي دي.

بريد تېره شپه په هغو امريکايي پوځيانو شوی، چې څو ورځې مخکې ګډ ځواکونه د عربانو او حضرت سلطان سيمې ته د وسله والو طالبانو پر ضد د عملياتو په موخه تللي و.

طالبان وايي، هغه افغان پوځي چې په دغو امريکايي عسکرو يې برید کړی، د دوی نفوذي و.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي: (تیره شپه دکندز مرکز اوړند اورتبلاقي سیمه کې په راغلو امریکایي عسکرو نفوذي مجاهدبرید وکړ ۳ امریکایي اشغالګر قتل مجاهد شهید شو).

د مالوماتو له مخې بريدګر سرتيری هم د نورو افغان پوځيانو په ډزو سره وژل شوی دی.

نوموړی وايي، له دغه بريد وروسته يادو سيمو ته راغلې عملياتي قوه بيرته په شا شوې او دغه سيمې د دوی تر ولکې لاندې راغلې.

د يادونې ده، چې تردې مخکې هم د طالبانو نفوذي کسانو په امريکايي ځواکونو د خپلو ټوپکو شپيلۍ ورتاو کړي او لسګونه بهرني عسکر د افغان عسکرو په ډزو سره وژل شوي دي.

بايد وويل شي، چې د روان کال په جون مياشت کې هم يو افغان سرتيري د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې څلور امريکايي پوځيان په ډزو سره ووژل.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button