زه اقصی یم

لیکوال : مصطفی نیازی

ای مٶمنه ته غازی شه زه اقصی یم.
ته صدیق او فاروقی شه زه اقصی یم.

که سلطان صلاح الدین نشی کیدلی.
د قصام پشان غازی شه زه اقصی یم.

که عمر غوندی مختار جوړیدی نشی.
ابدالی یا غزنوی شه زه اقصی یم.

تل دظلم په درشل یم درنه پاتی.
خپل ضمیر ته د قاضی شه زه اقصی یم.

زه یهودو په ظلمو یمه تړلی .
بی اسری یم غیرتی شه زه اقصی یم.

ولی خوب او په غفلت یی مسلمانه.
ایټم بم استشهادی شه زه اقصی یم

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button