طالبانو د نورستان پر وانت وايګل ولسوالۍ بریدونه پيل کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۴)
وسله والو طالبانو نن سهار مهال د نورستان ولايت پر وانت وايګل ولسوالۍ د سپکو او درنو وسلو بریدونه پيل کړي، چې اوس هم جګړه روانه ده.
د وانت وايګل ولسوال رحمت الله پر دغه ولسوالۍ د طالبانو بريدونه تائيدوي او وايي، چې امنيتي ځواکونه د وسله والو پر وړاندې مقاومت کوي او د هغوی د پرمختګ مخه يې ډپ کړې ده.
خو طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې تر دې مهاله يې د دغه ولسوالۍ درې دفاعي پوستې نيولي او اوس مهال د ولسوالۍ ودانۍ، امنيه قومندانۍ او د ځانګړو پوليسو مرکز تر بريدونو لاندې دي.
طالبان وايي، په دغه جګړه کې لسګونو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دولتي ځواکونو وسلې او مهمات د دوی لاس ته ورغلي دي.
تر اوسه دواړو غاړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره شميره نه ده په ډاګه شوې.
د يادونې ده، چې وسله والو طالبانو يواځې په تېرو دوه اوونيو کې د بغلان ګذرګانور، د فراه پشت کوه، د فاریاب کوهستان، د غور تیوره ولسوالۍ سقوط کړې او تېره ورځ يې د پکتيا ولايت د جانې خيلو ولسوالۍ هم له دولتي ځواکونو ونيوله.
دغه ولسوالۍ دوه کاله مخې هم وسله والو طالبانو له سختو جګړو وروسته نيولې وه، چې له يو څه مودې وروسته بيا دولتي ځواکونو بيرته ونيوله.
-الماس خدرخېل-



