کندهار: د طالبانو په بريد کې ۷۰ تنه عسکر وژل شوي، يوه قرارګاه يې نيولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۴)
د کندهار ولايت په خاکریز ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د ملي اردو په يوه قرارګاه بريد کړی، چې له کبله يې لسګونه عسکر وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.
د بريد مسئوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستی او رسنيو ته يې ويلي، چې تېره شپه د دوی وسله والو د خاکريز ولسوالۍ کرزالي په سيمه کې د اردو په قرارګاه بريد کړی، دغه قرارګاه يې نيولې او تر ۷۰ تنه پورې عسکر پکې وژل شوي دي.
طالبان وايي، په دغه جګړه کې يې ۶ تنه عسکر ژوندي هم نيولي دي.
د وسله والو طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې په ياده جګړه کې يې د دولتي ځواکونو څلور ټانګونه، درې رينجر موټر سوځولي، يو ټانګ، يو S.PG9 توپ او ۶۰ ميله وسله او په زياته اندازه پوځي توکي او نور مهمات د دوی لاسته ورغلي دي.
يوې سرچينې بي بي سي ته ويلي، چې په دغه بريد کې د ملي اردو څلويښت سرتيري وژل شوي، چې د ديرشو جسدونه يې کندهار ښار ته لېږدول شوي دي.
د سرچينې په وينا، له دغو بريدونو يواځې لس پوځيان تښتېدلي او له مرګه ژغورل شوي دي.
د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش په خاکريز ولسوالۍ کې پر پوځي قرارګاه د طالبانو بريد تائيدوي او وايي، چې جګړه لا هم روانه ده.
نوموړي رسنيو ته يواځې د شپږو سرتير د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
بل پلو د په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵اتل قل اردو وياند احمدصادق مني چې یاده قرارګاه په مکمله توګه د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.
هغه زياتوي، چې په دغه پېښه کې عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې کره معلومات نه دي ورکړي.
ځينو باوري سرچينو خبر ورکړی، چې د طالبانو په دغه برید کې تر پنځوس پورې عسکر وژل شوي او پاتې نور ټپيان دي.
-الماس خدرخېل-



