آسانه نېکيانې – څلورمه برخه

دکتور کفايت الله وردګ

د هر مشکل نه وېستونکې دعاء

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

أَلَا أُخْبِرُكُمْ بِشَيءٍ إِذَا نَزَلَ بِرَجُلٍ مِنْكُمْ كُرْب ، أو بَلاء ، مِن أمرِ الدُنيَا دَعَا به فَفَرَجَ عَنهُ ؟ دُعَاءَ ذِي النُونِ :

لَا إِلَهَ إِ لَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّـيْ كُنْتُ مِنَ الظَالِمِيْن

ترجمه : زه تاسې ته په داسې شي باندې خبر درنه کړم چې کله په تاسې کې په کوم سړي باندې د دنيا په کار کې څه مصيبت او يا بلاء نازله شي چې بيا په هغه سره دعاء وکوي نو هغه به ورڅخه لرې شي؟  د ذى النون (شعيب عليه السلام  ) دعاء :

لَا إِلَهَ إِ لَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّـيْ كُنْتُ مِنَ الظّالِمِينَ. صححه الالباني

يو مېليون نيکيانې

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :

څوک چې بازار ته ننوزي او په ننوتلو کې دا دعاء ووايي :

لَا إِلَهَ إِ لَّا اللهُ وَحْدَه لَا شَرِيْكَ لَه ، لَه المُلْكُ وَلَه الحَمْدُ ، يُحُيِيْ وَيُمِيْتُ, وَهُوَ عَلى كُلِ شَيءٍ قَدِيْر. حسنه الالباني

نو ده ته به الله جل جلاله  زر زره (١٠٠٠٠٠٠) نېکيانې  وليکي ، زر زره ګناهونه به ترې لرې کړي ، او زر زره درجې به ورته پورته کړي او په جنت کې به کور ورته جوړ کړي .

د جنت خزانه

له حضرت ابي موسى الاشعري رضی الله عنه  څخه روايت دى هغه فرمايي ماته رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل :  اې عبد الله د قيس زويه زه درته د جنت د خزانو څخه يوه خزانه ونه ښيم؟  ما ورته وويل : هو يا رسول الله (راته وښايه)  رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وفرمايل : داسې وايه :

لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ

ترجمه : نشته د بنده په قدرت کې له ځان نه اړول د شر او نه قدرت د حاصلولو د کوم خير مګر د الله جل جلاله  په مرسته سره . صحيح مسلم

د جنت نيالګى

له حضرت ابي ايوب الانصاري رضی الله عنه  څخه روايت دى هغه فرمايي :  کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم   د معراج په شپه پورته بوتلل شو په حضرت ابراهيم عليه السلام   باندې تېرېدو حضرت ابراهيم عليه السلام   وويل : جبريل دا څوک درسره دي؟  جبريل عليه السلام   ورته وويل : دا محمدصلی الله علیه وسلم   دى ابراهيم عليه السلام   وويل اې محمده خپل امت ته د امر وکوه چې په جنت کې نيال زيات کيږدي ځکه دجنت خاوره پاکه او زمکه يې ډېره فراخه ده  رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل : د جنت نيال څه شى دى؟  حضرت ابراهيم عليه السلام    ورته وويل :

لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ

الله جل جلاله  ته ګرانې کَلمې

له حضرت سمرة بن جندب رضی الله عنه  څخه روايت دى هغه فرمايي رسول الله صلی الله علیه وسلم   فرمايل : الله جل جلاله  ته ګرانې کلمې څلور دي په تا څه پروا نشته چې په هره د شروع وکوله  (دا څلور کَلمې ويل غوره دي ترتيب پکې ضروري نه دى چې له هرې يوې نه شروع کوې)

سُبْحَانَ اللهِ    الْحَمْدُ للهِ  لَا إِلَهَ إِ لَّا اللهُ  اللهُ أَكْبَرُ.  صحيح مسلم

ګناهونه ختموونکې کلمات

رسول الله صلی الله علیه وسلم   فرمايي : بېشکه :

سُبْحَانَ اللهِ    الْحَمْدُ للهِ  لَا إِلَهَ إِ لَّا اللهُ  اللهُ أَكْبَرُ. حسنه الالباني

ويل  (له ويونکي نه) ګناهونه داسې تويوي لکه ونه چې پاڼې تويوي  (څوک چې دا مبارک کلمات وايي ددې په برکت سره به د هغه ګناهونه ختميږي ).

نکته : علماء کرام فرمايي چې په ا حاديثو کې کله هم داسې الفاظ راځي چې پدې کلمه يا دې عمل سره د بنده ګناهونه ختميږي نو مطلب يې واړه ګناهونه وي او لوى ګناهونه تر توبې او استغفار وروسته الله له بنده نه لرې کوي .

تر قرآن  کريم وروسته غوره کلمات

رسول الله صلی الله علیه وسلم   فرمايي : تر قرآن کريم نه وروسته غوره کلام څلور (کَلمې) دي او هغه  هم له قرآن څخه دي :

سُبْحَانَ اللهِ الْحَمْدُ للهِ  لَا إِلَهَ إِ لَّا اللهُ اللهُ أَكْبَرُ

تر ټولې دنيا غوره کلمات

رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي : دا چې زه ووايم :

سُبْحَانَ اللهِ     الْحَمْدُ للهِ    لَا إِلَهَ إِ لَّا اللهُ    اللهُ أَكْبَرُ.

 دا ماته تر ټولو هغه څه نه غوره دي چې لمر ورباندې را ختلى دى. صحيح مسلم

(تر ټولې دنيا او هغه څه چې په دنيا کې دي تردې ټولو غوره دى وجه يې ښکاره ده چې دا دنيا او ټول هغه څه چې په دنيا کې دي هغه ټول فاني کېدونکي دي او چې نېک عمل پکې نه وي په آخرت کې د ابدي ژوند لپاره چاته هېڅ فايده نه کوي او هغه ثواب چې پدې کَلمو سره ورکول کيږي هغه ابدي سرمايه ده). نور بيا ان شاء الله

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button