د امريکا سمندري ځواکونو پر ايراني کښتۍ ډزې کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۴)

په فارس خليج کې د امريکا سمندري ځواکونو وروسته له هغې په ايرانۍ کښتې ډزې وکړې، کله چې د ايران د انقلاب ساتونکي ځواک يوه کښتۍ امريکايي کښتۍ ته د ۱۴۰ مترو په واټن سره نږدې شوه.

د امريکا پوځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دا يې په ايراني کښتۍ د خبرداري ډزې وې.

د پوځ په وينا، ایراني کښتۍ د دوی مخابروي تماس ته ځواب ونه وايه او کله چې ورته نږدې شوه، دوی هم پرې د خبرداري ډزې وکړې او زياتوي چې له هغې وروسته د ايران کښتۍ لرې ولاړه.

د امريکا پوځ، د ايران د انقلاب ساتونکي ګارډ د دغه کښتۍ چلند غير مسلکي او ناسم بللی او زياته کړې يې ده چې د سمندري ګزمې د کښتۍ هارنونه او خبرداري يې له پامه غورځولي او دغه ډول چلند يې د نړيوالو اصولو خلاف بللی.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button