روسیه: که اړتیا شوه په افغانستان به پوځي یرغل وکړو

روسیه: که اړتیا شوه په افغانستان به پوځي یرغل وکړو

په کابل کې روسي سفیر په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې که د داعش د نفوذ خطر زیات شو ښایي نظامي مداخله وکړي.
نوموړي ګواښ کړی، چې که امريکا او افغان حکومت د داعش په ځپلو کې پاتې راغلل، مسکو به له پوځي لارو چارو کار واخلي.

کابلوف ویلي چې د داعشي ملیشو د نفوذ ډیرښت دوی اندیښمن کړيدي.
نوموړی ویلي چې یاده ډله منځنۍ اسيا ته د نفوذ هڅې کوي او دې هڅو روسيې ته ستر سرخوږی جوړ کړی نوموړي ویلي چې دوی د دې ډلې د نفوذ په مخنیوي کې بې تفاوته نه پاتې کیږي.

په دې وروستیو کې راپورونه خپاره شو چې داعشیان په افغانستان کې د یو خوندي مرکز د موندلو په هڅه کې دي تر څو له دې مسیره د منځنۍ آسیا هیوادونه په تیره بیا روسیه هدف وګرځوي.

روسي چارواکو په ځلونو امريکا او افغان دولت د داعش په ملاتړ تورن کړي،.

امريکا او افغان دولت د روسيې د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي، خو شنونکي په دې اند دي، چې که روسيه په افغانستان کې پوځي مداخله وکړي، ښایي افغانستان په دوهمه سوریه بدل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button