فرانسه کې لګېدلی اور د پراخېدو په حال کې دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۴)
په فرانسه کې د تېرې دوشنبې په ورځ اور لګېدلی، چې راپورونه وايي اوس د پراخېدو په حال کې دی او دغه هېواد د فرانسې له نورو غړو د مرستې غوښتنه کړې.
د اور وژنې لپاره ۴۰۰۰ اور وژونکي کسان او نولس الوتکې ګمارل شوي خو لا هم قابو شوی نه دی.
چارواکو د دغه هېواد په جنوب ختيځ کې د کوتي ازور په سيمه کې سېلانيانو او ځايي اوسېدونکو ته د سيمې د پرېښودو امر کړی.
د اور وژنې اداره وايي، د اور د پراخېدو له ويرې يې له لس زره زيات کسان نورو خوندي سيمو ته لېږدولي دي.
تر دې دمه په دغه پېښه کې د اوروژنې ۲۷ کارکوونکي ټپيان شوي او ناروغان شوي دي، خو د مړو شويو په اړه راپور نه دی ورکول شوی.
ويل کېږي، دغه اور د سختۍ ګرمۍ او تېزې هوا له امله نورو سيمو ته د خپرېدو په حال کې دی.
د اوروژنې يو تن مسئول ډګروال ګريګوري آليوني رسنيو ته ويلي، چې په فرانسه کې بېړنی حالت اعلان شوی او له اروپايي ټولنې څخه د دغه اور په ژنه کې د مرستې غوښتنه هم شوې ده.
د ورکړل شويو راپورونو له مخې، تر دې دمه د اور له امله څلورسوه هکتاره ځنګل سوځېدلی دی.
د فرانسې د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې دغه هېواد به د اوروژنې لپاره نورې شپږ الوتکې هم وګماري او په عين حال کې ايټاليا دوه الوتکې ورلېږلي دي.
-الماس خدرخېل-


