
سرلیکنه
په ۲۰۱۴م کال کې چې په افغانستان کې د اوباما د حکومت له پلان سره سم د بهرنیو پوځونو جنګي ماموریت پای ته ورسېد او یو څه شمېر پوځونو له افغانستانه پښې سپکې کړې، افغان چارواکي او په تېره بیا په حکومت کې د غوړو پوستونو صاحبان، بهرنیو پوځونو سره ګرځېدونکي ژباړن (دلالان)، په افغانستان کې مېشتو بهرنیو پوځونو ته د تېلو ټیکداران، د بهرنیانو او وزیرانو سره په موسسو او شرکتونو کې شریکان دا ټول سخت وارخطا شول. نوره یې خپله خوراکه ترلاسه کول له دې ليارې ناشونې وبلله او لاس تر زنې کښېناستل.
د دفاع او کورنیو چارو وزارت له لوړ رتبه مامورینو سره خو دا اندېښنه پیدا شوه چې که د خیالي پولیسو لپاره حواله کېدونکي تجهیزات او معاشونه پرې بند کړل شي، په خپلو معاشونو خو یې ورځني لګښتونه هم نه پوره کېږي.
د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو به د سر په سترګو لیدل چې په ولایاتو او ولسوالیو کې یې ځايي پولیس مقاومت نه شي کولای؛ خو رسنیو ته به یې په ځواب کې ویل: زموږغښتلې اردو(!) له خپل هېواد څخه دفاع کولای شي او په یو شمېر ولایاتو کې مو عملیات په کامیابۍ سره روان دي.
حال دا چې په شویو عملیاتو کې به یې ملي اردو ځانونه طالب وسله والو ته تسلیم کړي وو، خو دوی به پرې پرده اچوله. هر څو ک په خپلې غښتلې اردو وياړي، خو نه په هغه اردو چې په پردۍ اشاره خپل ولس وژني؛ په پروګرام نه بلکې په خپله افغاني روحيه د خپلو هېوادوالو خدمت وکړي.
له کله نه چې بهرني پوځونه کم شوی دي، له هغې ورځې د ملي پولیسو او ملي اردو پښې ښویېدلې دي. ځکه خو دوه کاله دمخه د ۷۰۰۰ امنيتي پوځ په موجودیت کې د کندز ښار طالبانو سقوط کړ. همدا ډول د هلمند، پکتیا، نورستان او فراه حالت هم دى او په نورو ولایاتو کې هم جګړو زوراخیستی، چې په ډله ییزه توګه پولیس او اردو طالبانو ته تسلیمېږي.
وړاندې به حکومتي چارواکو او په خپله اشرف غني په لوړ غږ او غرور سره ویل: طالبان دې حکومت ته تسلیم شي! د تېر کمکي اختر په لمانځه کې خو یې پکې یو بل زیاتوالی هم وکړ چې د طالبانو لپاره دا وروستی چانس او فرصت دی، له دې چانسه دې ګټه پورته کړي، حکومت ته دې تسلیم شي بیا به دا چانس او فرصت ونه لري.
اوس همغه ملي اردو چې د خپل هېواد د ساتنې ټتر یې پرې واهه، د پکتیا ولایت جاني خیلو ولسوالي په بشپړه توګه طالبانو ته سپاري. دمخه به یې یواځې له ځان سره د تسلیمېدا پر مهال وسلې له پوستې ایستلې، اوس په ولسوالیو کې موټرې او پوځي تجهیزات هم طالب وسله والو ته تسلیموي او خپل سرونه له پوستو ایستل او تسلیمېدا غوره ګڼي. دا لاره اوس ټولو پولیسو غوره کړې ده. له دې نه دا څرګنده شوه چې نور حکومت طالبان نه شي تسليمولای بلکې خپله حکومت ور ته تسلیمېږي.
تېره ورځ چې د پکتیا پر جاني خیلو ولسوالۍ جګړه روانه وه، پر امنیتي ساتونکو طالب وسله والو ورغږ کړ چې تسلیم شئ، دا مو وروستی چانس دی. هغه د اشرف غني په خبره، امنیتي پوځونو له وروستي چانس او فرصته ګټه پورته کړه؛ د غور د تیورې او د فاریاب د کوهستان په څېر یې ولسوالي او ځانونه طالب وسله والو ته تسلیم کړل.
په مطبوعاتي غونډو کې به حکومتي چارواکو ویل: په پراخو عملیاتو کې مو له وسله والو طالبانو څخه د مرګ ژوبلې په اړولو ټولې هغه سیمې ونیولې چې دمخه د دوی په کنټرول کې وې. اوس هغه ټولې سیمې طالبانو ته پرېږدي کومې چې د حکومت په کنټرول کې دي.
دمخه به حکومتي چارواکو طالبانوته ویل له جګړې لاس واخلئ! نور په خپلو صفونو کې تېروتلي ځوانان د جګړې په دوام مه وژنئ! اوس باید حکومت همدغه کار وکړي او طالبانو ته دې له تسلیم شوي حکمتیاره سره يوځای تسلیم شي.



