امریکا افغان عسکرو ته د ۵بې پیلوټه الوتکو ورکړه منلې:

امریکا افغان عسکرو ته د ۵بې پیلوټه الوتکو ورکړه منلې:
امریکا وایي غواړي د اوس لپاره (ScanEagle) په نامه پنځه بې پیلوټه الوتکې افغان پوځ ته ورکړي تر څو د مخالفینو په وړاندې ورڅخه کار واخلي.
پنټاګون ویلي، چې دغه الوتکې به له خپلو ټولو پرمختللو تجهیزاتو سره یو ځای افغان ځواکونو ته ورکوي
.د پنټاګون د خبرپاڼې له قوله پر دغو الوتکو یې ۱۹،۶ میلیونه ډالر لګولي چې ټولې پیسې یې د امریکا ددفاع وزارت له بودیجې ورکول کیږي.
د امریکایي چارواکو په وینا دا الوتکې ډیر چټک پرواز کوي او په کشفي او جاسوسي مواردو کې ډیرې پکاریږي.
د امریکا دفاع وزارت ویلي چې یادې الوتکې به له افغان پوځ سره مرسته وکړي تر څو د مخالفینو مرکزونه په نښه او معلومات یې راټول کړي.
د یادونې وړ ده چې د بې پیلوټه الوتکو ټوله ټکنالوژي اوسمهال د امریکایي پوځ په لاس کې او ښایي دا لمړی ځل وي چې افغان عسکرو ته دبې پیلوټه الوتکو د ورکړې ژمنه کیږي.
د شنونکو په آند امریکا غواړي د نوې ستراتیژي له مخې افغان پوځ هم څه ناڅه په پرمختللو وسایلو سنبال کړي تر څو له دوی سره اوګه په اوګه د مخالفینو په مقابل کې مبارزه وکړي.
.


