د پوره مسلمانۍ دعوه یې ناسمه ده

عرفان

ږيره وهل او کمول حرام ده، ږیره وهل د حضرت محمدﷺ په شمول د ټولو انبياوو عليهم السلام له سنتو سره مخالفت دی.

ږیره پرېښودل ډېر ستر فضیلت لري چې، یو پیغمبرﷺ هم ترک کړې نده؛ خو متاسفانه زمونږ ځوان نسل پدې نه پوهیږي چې ږیره په اسلام کې څه اهمیت او حیثیت لري.

د اسلام مبارک دین مونږ ته د ښه ژوند تیرولو، معاملاتو او ښایسته اخلاقو ښوونه کړې، همدا رنګه یې مونږ ته د ظاهري شکل، او جامو ښوونه او هدایت هم کړی دی.

یو تن هغه وخت پوره مسلمان کیدلی شي چې، ددغو هدایاتو او لارښوونو پوره پابند شي او د سنت نبوي لار غوره کړي؛ خو که یو تن د اسلامي ښوونو سره مخالف وي؛ نو د پوره مسلمانۍ دعوه یې ناسمه ده.

لکه څنګه چې، اللهﷻ د (البقرة) سورت په ۲۰۸ نمبر آیت کې وایي:

-يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا ادْخُلُوا فِى السِّلْمِ كَآفَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوٰتِ الشَّيْطٰنِ ۚ إِنَّهُۥ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ.

ژباړه:

-اى مومنانو! په اسلام كې پوره پوره داخل شئ او د شيطان پیروي مکوئ، بې شكه هغه ستاسې ښکاره دښمن دى.

پورتنی آیت شریف د حضرت عبدالله بن سلام”رض” او د هغه د ملګرو په اړه نازل شو چې، هغوۍ مسلمانان شول؛ نو د اوښ غوښه یې نه خوړه؛ ځکه چې د دوۍ په مخکني دین کې د اوښ غوښه نه خوړل کېده؛ نو دوۍ داسې فکر وکړ چې، د یو حکم پرېښودل؛ خو څه پروا نکوي، ځکه د اوښ غوښه خوړل خو فرض نده او نه هم واجب ده؛ نو په دې وخت کې اللهﷻ په دې کوچنۍ خبره آیت نازل کړ چې، تاسو کامل مسلمانان نه یاست، تر هغه چې د اوښ غوښه مو نه وي خوړلې.

همدا ډول، اللهﷻ د (النساء) سورت په ۱۱۸ او ۱۱۹ نمبر آیتونو کې فرمايلي:

-لَّعَنَهُ اللَّهُ ۘ وَقَالَ لَأَتَّخِذَنَّ مِنْ عِبَادِكَ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا، وَلَأُضِلَّنَّهُمْ وَلَأُمَنِّيَنَّهُمْ وَلَءَامُرَنَّهُمْ فَلَيُبَتِّكُنَّ ءَاذَانَ الْأَنْعٰمِ وَلَءَامُرَنَّهُمْ فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلْقَ اللَّهِ ۚ وَمَن يَتَّخِذِ الشَّيْطٰنَ وَلِيًّا مِّن دُونِ اللَّهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَانًا مُّبِينًا.

ژباړه:

-چې اللهﷻ هغه لعنتي کړی دى (هغوى د هغه شيطان اطاعت كوي) چې هغه الله ته ويلي وو: “زه به ستا له بندګانو څخه يوه ټاكلې برخه واخلم، زه به هغوۍ خامخا لار ورکي کړم، زه به هغوۍ په هيلو کې لتاړ کړم. زه به هغوۍ ته امر وکړم او هغوى به زما په امر د څارويو غوږونه څيري کړي. او زه به هغوۍ ته امر وکړم او هغوۍ به زما په امر ستا د ذات جوړښت او پيدايښت کې رد و بدل راولي.” چا چې دا شيطان د اللهﷻ پر ځاى خپل دوست او سرپرست ونيوه، هغه په ښكاره تاوان کې وغورځېد.

که څوک له اللهﷻ سره د مینې دعوه کوي او ږیره نه پرېږدي؛ نو هغه دروغجن دی، ځکه الله د (آل عمران) سورت په ۳۱ نمبر آیت کې خپل پیغمبرﷺ ته فرمایلي:

-قُلْ إِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ.

ژباړه:

-ورته ووايه كه په ریښتيا له اللهﷻ سره مينه كوي؛ نو زما (خبره) منئ، اللهﷻ به هم درسره مينه وكړي او ګناهونه به مو دروبخښي.

د رسول اللهﷺ خبره منل د اللهﷻ خبره منل دي؛ ځکه اللهﷻ د (النساء) سورت په ۸۰ نمبر آیت کې فرمایلي:

-مَنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ.

ژباړه:

-څوك چې د رسول اللهﷺ حكم مني، د اللهﷻ حكم يې ومنلو.

او همدا ډول د رسول اللهﷺ په اقوالو او افعالو د عمل کولو حکم شوی دی، اللهﷻ د (الحشر) سورت په ۷ نمبر آیت کې وایي:

-وَمَا آَتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا.

ژباړه:

-او څه چې (د اللهﷻ) رسول دركړي، هغه واخلئ او له څه مو چې ايساروي، ترې ايسار شئ.

رسول اکرمﷺ موږ ته د ږیرې اوږدولو حکم او د کمولو څخه يې منع کړي یو.

له عبدالله بن عمر”رض” څخه روایت دی، رسول اللهﷺ فرمایلي:

-خَالِفُوا الْمُشْرِكِينَ وَفِّرُوا اللِّحَى وَأَحْفُوا الشَّوَارِبَ. (رواه البخاري و مسلم)

ژباړه:

-له مشرکینو سره مخالفت کوئ، ږیرې پرېږدئ او برېتونه کم کړئ.

عبدالله بن عمر”رض” وایي:

-رسول اللهﷺ مونږ ته حکم وکړ، د برېتونو په کمولو او د ږيرو په اوږدولو باندې. (رواه ترمذي)

-له حضرت ابي هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، وایي رسول اللهﷺ وویل:

-برېتونه پرې کړئ او ږیرې اوږدې کړئ. (رواه مسلم)

له حضرت زيد بن أرقم رضي الله عنه څخه روایت دی چې، رسول اللهﷺ وویل:

-څوک چې برېتونه نه کموي؛ نو هغه له مونږ څخه نه دی. (رواه ترمذي)

ګرانو وروڼو!

راځئ چې په ویاړ او افتخار سره د حضرت محمدﷺ سنت پر ځای کړو، هغوۍ چې ږیره نه پرېږدي، هغوۍ ته د ږیرې پرېښودلو دعوت ورکړو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button