هو! همدا د ژوند اصل دی

صفي الله “رائد”

ژوند د خوښیو اوخوږو ترڅنګ څه ناڅه  ترخه هم  لري، دا چې ښو، خوږو او خوښیو ته یې حوسېږو نو باید ترخه یې هم وڅکو، ګني  په نړۍ به مو ژوند کم رنګه، پیکه او نیمګړی وي.

څرنګه چې ژوند د روڼ سهار، زیړ مازدیګر په څېر له ښکلاوو ډک رنګین وختونه لري! نو پوه شـــه چې همدغه ژوند د زېړ مازدیګر شاته تور ماښام هم لري او دا هم په یاد لره!  چې لږ ور وړاندې یوه توره ډارونکۍ ترږمۍ هم پرته ده.

اې که ته د یو روڼ سهار له ښکلا ډکه، ښکلې او تازه هوا حس کوی شې!  د یو رنګین زېړ مازدیګر خوند اخیستی شې! نو په یاد ولره! چې ته په توره ترګمۍ کې دګړنګ پرغاړه  یوه ازغنه لار هم مخکې لرې، چې باید پرې مزل وکړې!

ته په یوې توره ترږمۍ کې ستړی بار مخ ته لرې،چې باید وې زغمې!  تاته ستړي مزلونه درپه غاړه دي، ستا منزل دیو لوی  ګړنګ پر لور، ستر کړاوونه درپه غاړه دي.

ممکن له سختیو سره مخ وې، ښایي ډېر له تاریکیو سره مخ شې،

خو حوصله به نه بایلې، د ژوندون دا مقابله به نه بایلې، صبر، حوصله کوه،  ښه مقابله کوه!

ځکه هرې سختۍ پسې دوه اسانتیاوې راځي، هرې تیارې پسې دوه رڼاګانې راځي، هو!  سختۍ به راځي، تاریکۍ به راځي، په ژوند کې هر رنګ حادثې به راځي، هر رنګه کیسې به راځي.

هو! همدا د ژوند اصل دی؛ چې هرڅه راځې باید وې زغمو!

کله به سختۍ راځي او کله  تاریکۍ.

کله به فراق وي او کله جدایۍ.

کله به هم، غم وي او کله اندېښنې.

دا هرڅه به راځي، هرڅه ته به ګورو، هرڅه به زغمو، هر غم به زغمو.

که مو دا هرڅه ونه زغمل! ژوند به مو بې خونده،  پیکه او کم رنګه وي.

راځئ!  چې خپل ژوند ته ښـــکلا ورکړو، خپل ژوند ته هوسا ورکړو، خپل ژوندون په خپله ښه، پخپله هرڅه سم کړو.

ګني وخت به رانه هېر وي، ژوند به رانه تېر وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button