نیویارک ټایمز: ټرمپ ته د افغانستان د کانونو د استخراج مشورې ورکول کیږي

نیویارک ټایمز: ټرمپ ته د افغانستان د کانونو د استخراج مشورې ورکول کیږي

د امریکا مشهورې ورځپاڼې نیوریاک ټایمز د امریکایي چارواکو له قوله لیکلي چې ، وروسته له هغه چې ټرمپ په افغانستان کې د امریکا د ۱۷ کلن حضور د ګټو او لاسته راوړنو په هکله خپل شک څرګند کړ ،ډیری سناتورانو چې د افغان جګړې پلویان ول ټرمپ ته یې په افغانستان کې د حضور مختلف دلایل ویلي ترڅو ټرمپ د یادې جګړې څخه مخ ونه ګرځوي.
. ورځپاڼه وایي د دې هڅوونکو له ډلې مشهور پانګه وال مایکل سلیور هم دی. هغه ټرمپ ته مشوره ورکړې چې په افغانستان کې دې د کانونو د استخراج لپاره پانګونه وکړي او امریکايي سرتیري دې د کانونو د امنیت په تامین کې هڅه وکړي.
لکه څرنګه چې ټرمپ هر څه ته له اقتصادي زاویې ګوري ، نو ځینې کړۍ په دې هڅه کې دي چې ټرمپ ته د افغانستان د کانونو د استخراج مشوره ورکړي او له ده و غواړي چې ددغه هېواد د معدني سرچینو د استخراج لپاره لاس په کارشي

ښايي تر دې وروسته یې په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره ستر دلیل ددغه هېواد کانونه وي.

داپداسې حال کې ده چې لا هم امریکایي سناتوران دافغانستان په هکله پریکړې ته ندي رسیدلي ،د سنا غوڅ اکثریت په افغان جګړه کې د خپلو پوځونو د ښکیلتیا مخالف دي خو ځینې جمهوري پال او دیموکراتان یې لا هم د تمدید غوښتونکي دي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان کې د امریکا د پوځي یرغل سره سم فکر داوو چې ښایي دې هیواد د افغانستان په کانونو کې سترګې ګنډلې وي چې بیا دا فکر په حقیقت هم واوښت او بهرنیانو د میلیاردونو دالرو په ارزښت د دې هیواد له کانونو څخه ارزښتمن توکي انتقال کړل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button