ناسور ټپونه

عرفان الله عرفاني
ناسور ټپونه
بار چې د ګناه له موږ نه کم نشي
ورک به مو له زړونو ځينې غم نشي
نور به تر دې سخت امتحان هم راځي
څو چې عملونه زموږ سم نشي
خوري به تيندکونه د ژوند لارو کې
خدای ته چې راجع دا ټول عالم نشي
ځکه تر منزله رسېدی نه شو
دا ګډوډ لښکر چې منظم نشي
ساه د آرام کله اخيستلی شي
دا ناسور ټپونه چې مرهم نشي
يو به ترې محروم پر موږ به وي حرام
پاک له نا محرمو چې حرم نشي
دلته چې ورېږي د بمو باران
شنه به مو په دښتو کې غنم نشي
ليکه ( عرفاني ) پرې حماسي غزل
خيال کوه چې مات درنه قلم نشي



