تخار: سرحدي عسکر د سختې لوږې له امله له خلکو ډوډۍ ټولوي

تخار: سرحدي عسکر د لوږې له امله له خلکو ډوډۍ ټولوي

د تخار د سرحدي کنډک قوماندان کریم‌الله رسنیو ته ویلي چې په تخار ولایت کې له ۵ ورځو راهیسې افغان عسکرو ته هیڅ خوراکي توکي نه‌دي رسېدلي.
د نوموړي په وینا مجبور دي چې په سوالي طریقه له نږدې کورونو ډوډۍ راټوله کړي.

پولیسو ویلي معلومه نه ده چې دوی ته ولې ډوډۍ او نور خوراکي توکي نه‌دي رسېدلي.
کریم الله ویلي چې د سرحدي پولیسو په ګډون دوی ته نږدې د پولیسو پوستو ته هم خوراکي توکي نه‌دي رسېدلي او د خوراک له‌پاره هیڅ هم نه‌لري.
نوموړي ویلي چې پولیسو د ډوډۍ نشتون په ورځو کې د سیمې له کورونو خوراکي توکي او وظیفه ټولوله.

سرحدي ځواکونه له خپلو اړوندو ارګانونو غواړي، چې دوی ته دې ژر تر ژره د خوراک له‌پاره څه وليږي.

بلخوا د تخار د سرحدي ځواکونو د ۷مې لوا قوماندان جنرال عزیز غیرت ویلي چې په پلازمینه کابل کې د قراردادونو له‌وجې دوی ته خوراکي توکي نه‌دي رسېدلي.
تخار ولایت سرحدي ځواکونه د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د سرحد امنیت پر غاړه لري

د یادونې وړ ده چې دهیواد اکثریت ولایاتو کې عسکرو ته خوراکي توکي نه رسیږي چې هغوی مجبور دي یا د وظیفې ټولولو په ډول له خلکو ډوډۍ راټوله کړي او یا هم د پاڼو او بوټو په خوراک خپل ژوند وژغوري

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button