باګرام: د سختو شکنجو له امله ۳ بندیان شهیدان شوي

له باګرام زندان څخه سرچینو کابل ټکی کام ته ویلي چې تیره ورځ په یاد زندان کې دری تنه بندیان د عسکرو لخوا سخت شکنجه او بیا په شهادت رسیدلي دي.
یادې سرچینې ویلي چې بندیانو ته سخته شکنجه ورکړل شوې او په پایله کې د ویرې له امله یې د ماشين پتري خوړلي، او شهیدان شوي دي.
د سرچینې په وینا بندیان مجبور شوي تر څو د شکنجو څخه د خلاصون په موخه داچاره وکړي.
خو ځینې نورې سرچینې بیا وایي چې عسکرو په لوی لاس یاد بندیان وژلي دي.

داپداسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په ولسي جرګې کې د بګرام محبس د بندیانو د وضعیت معلومولو لپاره یوه استول شوي پلاوي رسنیو ته وویل چې په بګرام زندان کې ۶۵۰۰ بندیان شتون لري خو د چارواکو له لوري ورسره د څارویو په شکل چلند کیږي.
نوموړي څرګنده کړه چې د سختو شکنجو له امله بندیان د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

نوموړي وویل چې په یاد زندان کې په زندانیانو داسې وحشت پیل دی چې هیڅ د ویلو وړ ندی تر دې چې له کله د بګرام محبس چارې افغان دولت ته سپارل شوې بیا تر اوسه پورې هلته ټول میشت بندیان د خپلو خپلوانو له ملاقاتونو څخه محروم دي.
د نوموړي له قوله بندیان په داسې فردي (یواځې) خونو کې ساتل کیږي چې خوب، خوراک، لمونځ اودس او قضايي حاجت یې ټول په هم هغو ۲ په ۳ متره مساحت اطاق کې وي. همدا راز ډیر نور بندیان په داسې اطاقونو کې ساتل کیږي چې ظرفیت یې د ۴ تنو خو دوئ ورکې ۳۰ تنه اچولي او په مجموع کې همدا ټول بندیان د اسارت له لومړۍ ورځې تر اوسه د لمر له وړانګو محروم دي.

یاد پلاوي له رسنیو سره په خبرو کې څرګنده کړه چې د شاوخوا ۱۷۰ تنو بندیانو د بند قانوني موده پوره ده خو لا هم بې برخلیکه پراته دي.

پلاوي څرګنده کړه چې د بګرام زندان د محبوسینو لپاره د درس او تعلیم هیڅ امکانات نه لیدل کیدل ، حتی چې بندیانو ته په خپلو اطاقونو کې په جماعت د لمانځه اداء کولو او د قرآن کریم په جهر لوستلو اجازه هم نه لرله.
د پلوي له ډلې یوتن وکیل حاجي الله ګل مجاهد وویل چې مونږ د همدي بندیانو د وضعیت په اړه له هغوي سره له نیږدي خبرې وکړي د هغوي په منځ کې مو داسې کسان ولیدل چې یوجوړ جامې یې له تیرو دووکلونو راهیسې په ځان کې وې او ځینو نورو بیا د زندان له کمپلو څخه د ستر عورت په خاطر ځانته جامې جوړې کړې وي.

د بندیانو په وړاندې د زورزیاتي په هکله تر اوسه نه افغان دولت او نه د بشرحقوقو ادارې څه ویلي او نه هم نړیوالو سازمانونو کوم غبرګون ښودلی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button