د نړۍ پای (۵۱مه برخه) -له قيامت څخه د مخه له دنيا څخه د اسلام ورکيدل، د قرآن مجيد له مصاحفو او سينو څخه پورته کيدل-

۱۲۰ -۱۲۱- له قيامت څخه د مخه له دنيا څخه د اسلام ورکيدل، د قرآن مجيد له مصاحفو او سينو څخه پورته کيدل

د قيامت له نښانو څخه دا هم ده چې اسلام به ورک شي او د هغه تعليمات او شعائر به د فتنو، ګناهونو او جهالت له امله ختم شي، په خلکو کې به لمونځ او روژه باقي پاته نشي، د خلکو له سينو څخه به قرآن مجيد پورته کړل شي حتی چې د زمکې پر مخ به د قرآن مجيد يو آيت هم پاتې نشي، په خلکو کې به جهالت دومره زيات شي چې سپين ږيري سړي او سپين سری ښځې به وايي: مونږ له خپلو پلرونو او نيکونو څخه دا کلمه (لا اله الا الله) آوريدلې ځکه مونږ هم همدا کلمه وايو.

حضرت حذيفة  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

يَدْرُسُ الإِسْلاَمُ كَمَا يَدْرُسُ وَشْيُ الثَّوْبِ ، حَتَّى لاَ يُدْرَى مَا صِيَامٌ ، وَلاَ صَلاَةٌ ، وَلاَ نُسُكٌ ، وَلاَ صَدَقَةٌ ، وَلَيُسْرَى عَلَى كِتَابِ اللهِ عَزَّ وَجَلَّ فِي لَيْلَةٍ ، فَلاَ يَبْقَى فِي الأَرْضِ مِنْهُ آيَةٌ ، وَتَبْقَى طَوَائِفُ مِنَ النَّاسِ الشَّيْخُ الْكَبِيرُ وَالْعَجُوزُ ، يَقُولُونَ : أَدْرَكْنَا آبَاءَنَا عَلَى هَذِهِ الْكَلِمَةِ ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ ، فَنَحْنُ نَقُولُهَا ([1]).

ژباړه : اسلام به داسې محوه شي لکه څرنګه چې په ډير استعمال سره د جامې (کپړې) نقش او نګار محوه شي، تر دې چې نوبت به ديته ورسيږي چې هيچا ته به معلومه نه وي چې لمونځ، روژه او قرباني چا ته ويل کيږي او صدقه د کوم شي نوم دی، قرآن مجيد به په يوه شپه کې پورته شي حتی چې د زمکې په سر به د هغه يو ايت هم باقي پاته نشي، په خلکو کې به سپين ږيري سړي او سپين سرې ښځې او سيږي او وايي به: مونږ له پلرو او نيکو څخه آوريدلي چې دغه کلمه (لا اله الا الله) به يې ويله، له همدې امله مونږ هم همدغه کلمه وايو.

حضرت حذيفة  رضی الله عنه  چې کله دغه حديث بياناوه نو ور سره ناستو خلکو په دې د تعجب اظهار وکړ، حضرت صله بن زفر ورته وويل: اې حذيفة ! هغوی ته به د (لا اله الا الله) کلمه څه فايده ورسوي، کله چې هغوی ته دا نه وي معلومه چې لمونځ، روژه او صدقه څه شی دي؟ حضرت حذيفة خپله خوله پټه کړه، صله بن زفر دری کرته همداسې ورته وويل، په هر وار حضرت حذيفة  رضی الله عنه  د ځواب له ورکولو ډډه وکړه، بيا حضرت حذيفة  رضی الله عنه  د هغه لور ته متوجه شو او وې فرمايل: دا کلمه به هغوی د جهنم له اور څخه وساتي.

(يدرس) معنا يې ده چې ورک به کړل شي، ختم به کړل شي، تر دې چې د اسلام يو شی به هم بچ پاتې نشي، مطلب دا چې په خلکو کې به د اسلام ټول ظاهري شعائر او نشانات ختم کړی شي.

(وشي الثوب) د جامې (کپړې) نقش او نګار کوم چې په مختلفو رنګونو باندې په جامه (کپړه) باندې جوړ شوې وي، مګر د ډير استعمال او بار بار پريمنځلو له امله به هغه کرار کرار ختم کړل شي.

(يسری علی القرآن) يعنې قرآن مجيد به له سينو او محاصفو څخه پورته کړل شي او دا به په داسې وخت کې کيږي کله چې خلک له قرآن څخه غافله شي، د هغه تلاوت او د هغه په ذريعه د عبادت کول پريږدي.

دا نښانه تر دا مهاله نه ده ظاهره شوې او د اسلام دين الحمد لله مسلسل په زياتيدو دی.

۱۲۲ په بيت الله باندې د حمله کوونکي لښکر په زمکه کې ننوتل

نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  خبر ورکړی چې يو لښکر به په بيت الله شريف باندې حمله وکړي، هغوی به د قريشو د يوه سړي يعنې د امام مهدي نيول غواړي، الله تعالی به له اول څخه تر آخره پورې دغه ټول لښکر په زمکه کې ننه باسي، په دغه لښکر کې به مختلف قسم خلک وي او بيا به هغه خلک د خپلو نيتونو مطابق د قيامت په ورځ را پورته کړل شي.

عبيد الله بن قطيبه فرمايي چې حارث بن ربيعه او عبد الله بن صفوان ام المؤمنين ام سلمه رضی الله عنها ته ورغلل او زه هم له هغوی سره وم، هغوی د هغو په باره کې پوښتنه وکړه کوم به چې په زمکه کې ننه باسل شي؟ دا د هغوی دواړو خبرې دي کله چې حضرت عبد الله بن زبير  رضی الله عنه  په مکه مکرمه کې د حجاج په خلاف په جنګ کولو کې مشغول وي او هغه په بيت الله شريف کې محصور وي، زمونږ د پوښتنې په ځواب کې ام المؤمنين وويل چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

 يعوذ عائذ بالبيت فيبعث إليه بعث فإذا كانوا ببيداء من الأرض خسف بهم فقلت يا رسول الله فكيف بمن كان كارها ؟ قال يخسف به معهم ولكنه يبعث يوم القيامة على نيته ([2]).

ژباړه : يو د پناه اخستونکی به په بيت الله شريف کې پناه واخلي، د هغه لور ته به يو لښکر وليږل شي، هغه لښکر چې کله په يوه پراخ ميدان کې وي نو هغه به په زمکه کې ننه باسل شي، ما پوښتنه وکړه: يا رسول الله   صلی الله علیه وسلم  ! هغه خلک به څه کوي کوم چې مجبورتا په دغه لښکر کې شامل کړی شوي وي؟ رسول الله   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: هغه به هم په زمکه کې ننه باسل شي، مګر د قيامت په ورځ به هر کس د خپل نيت مطابق را پورته کړل شي.

په يوه بل روايت کې دي کله چې نبي  علیه السلام د هغه لښکر په باره کې ذکر کاوه کوم به چې په زمکه کې ننه باسل شي نو سيده ام سلمه پوښتنه وکړه: په دې کې خو به يو شمير خلک داسې هم وي کوم به چې مجبور کړی شوي وي؟ نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: ټول خلک به د قيامت په ورځ د خپلو نيتونو مطابق را پورته کړل شي.

د خلکو د نيتونو مطابق د راپورته کيدلو سبب دا دی چې په هغوی کې به څوک مجبورتا راوستل شوي وي، څوک به د نوکرانو په حيث راوستل شوي وي، څوک به د نورو کارونو لپاره راوستل شوي وي، له همدې امله به له هغوی سره د هر يوه د نيت مطابق معامله وکړل شي، دا ټول خلک به له شريرو خلکو سره د ملګرتيا کولو له وجهې هلاک کړل شي، يعنې په دنيا کې دغه هلاکت او بربادي به د هغوی د ملګرتيا له امله وي، د قيامت په ورځ به د خپل خپل مقصد، ارداې او نيت مطابق له هغوی سره حساب کتاب کيږي، دا حديث مبارک په دې امر دلالت کوي چې د بيکاره خلکو له صحبت او رفاقت څخه ځان ساتل پکار دي، ځکه څوک چې په خپله مرضي په معصيت او نا فرماني کې د کوم قوم ملګرتيا کوي او د هغوی د زياتولو سبب ګرځي نو هغه هم له هغوی سره يو ځای په عذاب کې اخته کيږي.

همدا شان په دې خبره هم دلالت کوي چې الله تعالی به دغه لښکر کعبې ته له رسيدا د مخه په زمکه کې ننه باسي.

په دې سلسله کې د تمامو واردو روايتونو له مطالعې کولو څخه دا خبره واضحه کيږي چې په بيت الله شريف کې پناه اخستونکی به امام مهدي محمد بن عبد الله وي، الله تعالی به د هغه حفاظت وکړي او حمله کوونکی لښکر به په زمکه کې ننه باسي.

ام المؤمنين حضرت عائشة رضی الله عنها بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  يو ځل له خوب څخه وارخطا را پورته شو او کيناست، ما عرض وکړ: د الله رسوله ! ته خو نن له خوب څخه د معمول خلاف راپورته شوې او کيناستې؟ نو نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: نن ما يو عجيب شی وليد، زما د امت يو شمير خلک په بيت الله کې په پناه اخستونکي يوه قريش سړي باندې د حملې کولو لپاره راغلل، مګر کله چې هغوی يوه خلاص ميدان ته ورسيدل نو ټول په زمکه کې ننوتل، ما عرض وکړ: اې د الله رسوله ! په دې لښکر کې خو به هر رنګه خلک وي؟ نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: هو ! په هغوی کې به يو شمير خلک په زور راوستل شوي وي او مسافر به هم پکې وي، مګر ټول به يو ځای هلاک کړل شي، البته د قيامت په ورځ به په مختلفو حالاتو کې را پورته کړل شي، الله تعالی به هغوی د خپلو نيتونو مطابق را پورته کړي ([3]).

له ام المؤمنين حضرت عائشة رضی الله عنها څخه په يوه روايت کې راغلي دي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

يو لښکر به په کعبه شريفه باندې حمله کوونکی وي، د سفر په دوران کې چې کله هغه په يوه خلاص ميدان کې وي نو له آول څخه نيولې تر آخره پورې به ټول په زمکه کې ننه باسل شي، حضرت عائشة رضی الله عنها پوښتنه وکړه: د الله رسوله ! ټول به څنګه په زمکه کې ننه باسل شي کله چې په هغوی کې داسې خلک هم وي کوم چې د حمله کوونکو له جملې څخه نه وي؟ رسول الله   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : له يوه مخه ټول به په زمکه کې ننه باسل شي، بيا به هغوی د خپلو نيتونو مطابق را پورته کړل شي ([4]).

د امام مهدي او د هغه د واقعاتو ذکر مخته را روان دی ([5]).

[1]  – سنن ابن ماجه، الفتن، حديث : ۴۰۴۹، وقال البوصيري فی مصباح الزجاجة : هذا اسناد صحيح ورجاله ثقات- وصححه الحاکم علی شرط المسلم.

[2]  – صحيح مسلم، الفتن، حديث : ۲۸۸۲.

[3]  – صحيح مسلم، الفتن، حديث : ۲۸۸۴.

[4]  – صحيح البخاری، البيوع، حديث : ۲۱۱۸.

[5]   – وګورئ په علامت صغری کې علامه نمبر:۱۳۱.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button