فاریاب په بمباریو کې ۵۰ تسلیم شوي سرتیري وژل شوي:
د راپورونو په اساس ویل شوي چې تیره ورځ ګډو ځواکونو د فاریاب ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د طالبانو تر څنګ هغه افغان سرتیري هم بمبار کړي چې دوی ته تسلیم شوي ؤ.
کابل نیوز د سرچینو له قوله خبر ورکړی چې
دغه سرتيري د دوشنبې په شپه له ٣٠ طالبانو سره يوځای د امريكايي الوتكو په بمباري كې وژل شوي. په بمباريو كې ۱۲ کورونه وران شوي او د طالبانو او افغان سرتيرو په شمول ټول تر سلو زيات كسان وژل شوي دي.
یادې خبري شبکې ته سرچينو ویلي چې امريکايي ځواکونو هغه ۵۰ تنه سرتېري په بمبارۍ کې وژلي دي، چې وسله والو طالبانو ته تسليم شوي وو. د لولاش له نيولو وروسته د يوې قرارګاه ۱۳۰ تنه امنيتي سرتېري په ډلهييز ډول طالبانو ته تسليم شوي وو.
د یادونې وړ ده چې تیره ورځ افغان حکومت د فارياب د امنيه قومانداني وياند هم له دې امله ګوښه کړ چې رسنیو ته یې د سرتېرو د تسلیم کېدو خبر تاييد كړی و.
تر اوسه حكومتي چارواکو د دې خبر پخلی ندی کړی


















