(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۵)
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی دوه ورک شوي ديپلوماتان موندل شوي دي.
د ننګرهار په ولايت کې د پاکستان د کونسلګرۍ دغه دوه ديپلوماتان شاوخوا دوه مياشتې مخکې د تورخم جلال اباد په لويه لاره نادرکه شول.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان د سفارت شارژدافير ته د تليفون په کرښه د نوموړو ديپلوماتانو د پيدا کېدو خبر ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه دوه ديپلوماتان د افغان ځواکونو د عملياتو په لړ کې راخوشې شوي دي.
خبر زياتوي چې دغه پاکستاني ديپلوماتان د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له لورې په کابل کې د پاکستان سفارت ته سپارل شوي دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار چارواکو تائيد کړې، چې ياد ديپلوماتان د عملياتو په لړ کې موندل شوي، خو دا يې نه دي ويلي چې کوم ځای کې موندل شوي او چا تښتولي و او په دې اړه د پاکستان- افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم څه نه دي ويلي.
تر اوسه د دغه کسانو د تښتولو مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.
-الماس خدرخېل-


















