اشرف غني هلمند ولایت ته رسیدلی
نن سهار وختي افغان ولسمشر د هلمند ولایت ته ورسیده.
ټاکل شوې ده نوموړی به د هلمند دننګونکي امنیتي وضعیت په هکله د یاد ولایت له چارواکو سره خبرې وکړي.
د دې ولایت مطبوعاتي مسوول زاهد احمد اتل رسنیو ته ویلي، چې ولسمشر نن سهار د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کې د شوراب پوځي اډې ته رسېدلى دى.
د اتل په وینا اشرف غني به د هغو پوليسو د کورنيو له غړو سره هم لیدنه وکړي چې څه موده مخکې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بمبار کې وژل شوي وو.
باید وویل شي چې افغان چارواکو د یاد برید په تړاو هیڅ غبرګون نه ؤ ښوودلی.
څه موده وړاندې حکومتي ځواکونو د ناوې ولسوالۍ د نیولو ادعا وکړه چې ورسره همهاله طالبانو په ګرشک کې حملې وکړې چې بیا امریکایي ځواکونو په دې پلمه چې ګواکې طالبان دي لسګونه افغان عسکر بمبار کړل.
ټاکل شوې ولسمشر له هلمند امریکایي پوځیانو سره هم ځینې خبرې او مشورې ولري.


















