خپلې سلګۍ خپلې کوکارې تم کړئ * د نورو ستنو ته تار مه لټوئ
دا ليوني په تروږمو کې خوښ دي * دوی ته د وړانګوسهار مه لټوئ
دلته ګودر همداسې ړنګ بنګ ګودر دلته منګي چې څو ټوټې ټوټې وي
دلته چې کور په کور لمبې بلې شي دلته چې ورور په ورور چاړې ور اخلي
دلته چې څومره جهل خور وي ښه دی دلته چې هر ماشوم سلګۍ کوي تل
دلته چې مرګ د مرګ په کور مېلمه وي دلته چې هر ځای جنازې وي ښې دي
تورو تیارو تورمخي و زېږوول * دوی ته د شمعې منار مه لټوئ
دا ليوني په تروږمو کې خوښ دي * دوی ته د وړانګوسهار مه لټوئ
دلته چې څومره ويني و بهيږي دلته چې څومره یتیمان وي ښه دي
دلته چې څو تاو له جونګړو خېژي دلته چې څومره تړمې اوښکې څاڅي
دلته څو چيغې شي تر عرشه لوړې دلته چې څومره په سرخاورې باد شي
دلته چې تل په ګړنګ لار سپره وي دلته پېچلې لارې لا پېچلې
همداسې ورک په رباطو خوشال دي * نور به لار ورکو ته لار نه لټوئ
دا ليوني په تروږمو کې خوښ دي * دوی ته د وړانګوسهار مه لټوئ
دلته قانون بل ډول جوړ قانون دی دلته افکار او تحلیلونه مړه شول
دلته د عقل ګلۍ اور واخيست دلته وحشت او بربریت راغلي
دلته فرهنګ له سپين نیرنګ سره مست دلته تحقيق دی هم په دار ختلی
چاته به نه وايې چې اور د واخيست پرېږده چې پټ په پټه لولپه شي
(امین) مو هغه دی چې غم نه لري * د چا په کار کې به کار نه لټوئ
دا ليوني په تروږمو کې خوښ دي * دوی ته د وړانګوسهار مه لټوئ
20/7/2017 م


















