حکومت، ائتلافونه او خوځښتونه!

کابل غږ

ع- خاموش

دوه کاله دمخه چې په کابل کې جان کېري حکومت جوړ کړ، د هغه د هڅو یوه موخه دا وه چې په حکومت کې به د افغانستان ټولې سیاسي او غیر سیاسي ډلې شاملې شي او څوک به یې مخالفت نه کوي. ځکه خو یې پرې د ملي یووالي حکومت نوم کېښود او له کابله یې پښې سپکې کړې.

جان کېري چې اشرف غني او اجرائیه ريیس ډاکټر عبدالله ته د روم، قبرص او بن د غونډو په پالیسۍ کې جوړ حکومت وروسپاره، لومړۍ ماده یې په دې سیاسی هوکړه تصویب شوه چې د اساسي قانون په رڼا کې به دوه کاله وروسته لویه جرګه را غوښتل کېږي، د برېښنايي پېژند پاڼو وېش، د حکومتولۍ لپاره یو ګډ میکانیزم او د ټاکنیز نظام سمون ته به لومړیتوب ورکول کیږي.

د لږ څه وخت په تېرېدو سره دواړه ډاکټران د لوړو پوستونو په وېش او په بهر کې د نمایندګانو په معرفي کولو سره وران شول. مخالفت یې تر دې ورسېد چې په حکومت کې ورګډ شویو جهادي مشرانو د حکومت په مخالفت ائتلاف جوړ او پرلپسې غونډې یې وکړې.

د حکومت پر خلاف یواځې په حکومت کې د ورګډو شویو جهادي مشرانومخالف نه ؤ، بلکې د پخوانیو کمونستانو یو شمېر مشرانو هم له روسيې وغوښتل چې په تنظیم کولو کې ورسره د لګښتونو مرسته وکړي او د یوه ځانګړي ګوند په شکل سر راپورته کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button